Asset 1SWN

د پاکستان د دفاع وزیر: د ترهګرۍ تخمونه موږ په خپله کرلي

paks-khawaja-asif-meets-pm-to-discuss-trumps-angry-tweet-reports

پاکستاني رسنیو نن چهارشنبه د سلواغې دولسمه راپور ورکړی چې د دغه هېواد د  دفاع وزیر خواجه اصف ویلي چې پاکستان له ترهګرۍ سر د مبارزې جګړه کې یوازې پرېښودل شوی دی.

خواجه اصف همداراز ویلي چې پاکستان تل د ځواکمنو هېوادونو سره څنګ کې درېدلی، خو په وینا یې، نن د ترهګرۍ ضد جګړه کې یوازې پاتې شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پاکستان د دفاع وزیر د دغه هېواد پارلمان ته د خپلې وینا پر مهال دا هم ویلي چې د دې ترهګرۍ تخم پاکستان کرلي دي.

نوموړي وویل: «موږ په خپله د ترهګرۍ تخم کرلی، هغه مهال چې روسیې پر افغانستان یرغل وکړ او امریکا ته مو خپل خدمتونه په کرایه ورکړل.»

دغه څرګندونې داسې مهال دي چې د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ د پېښور پولیسو مرکز اړوند یوه ځانمرګي برید کې د پولیس افسرانو په ګډون څه باندې ۱۰۰ کسان ووژل شول او نږدې ۲۰۰ کسان ټپیان شول.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

دغه برید چې تراوسه یې مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، په پراخه کچه غندل شوی دی. د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت، پخواني ولسمشر حامد کرزي او یوشمېر نور لوړپوړو افغان چارواکو هم غندلی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام