د پاکستان په خېبرپښتونخوا ایالت کې د دوو بېلابېلو وسلهوالو بریدونو پر مهال د دوو پولیسو په ګډون پنځه کسان وژل شوي او یو بل پولیس ټپي دی.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، لومړی برید په چارسده کې د پولیسو پر یوې پوستې شوی چې له امله یې دوه پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دی.
پاکستاني رسنیو نن یکشنبه د سلواغې دویمه راپور ورکړی چې برید پرون مازدیګر د درېوو وسلهوالو له لوري د پولیسو پر یوې پوستې شوی او یاده مرګژوبله یې رامنځته کړې ده.
پاکستاني رسنیو همداراز ویلي چې د برید مسوولیت د پاکستاني طا لبانو تحریک «ټیټيپي» پر غاړه اخیستی دی. بلخوا په لکي مروت سیمه کې هم د یوې جنازې پر مهال د ناپېژنده وسلهوالو په برید کې درې کسان وژل شوي دي.
د لکي مروت سیمې پولیسو رسنیو ته ویلي، پېښه د لکي مروت اړوند «ټپتختيخېلو» سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې ګڼشمېر کسان د جنازې ادا کولو لپاره راټول شوي وو.
د پولیسو په وینا، دغه پېښه د شخصي دښمنۍ له کبله رامنځته شوې او وسلهوال له برید وروسته له سیمې تښتېدلې دي. تراوسه د یاد برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
په خېبرپښتونخوا کې دغه بریدونه داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې پر یاد ایالت سربېره بلوچستان او د پاکستان په یوشمېر نورو سیمو کې هم وسلهوال بریدونه زیات شوي دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه هېواد کې د شویو ډېری بریدونو مسوولیت «ټيټيپي» پر غاړه اخیستی چې تر ډېره پهکې د یاد هېواد پوځیان په نښه شوې دي.