Asset 1SWN

پاکستان له افغانستان سره ټولې پنځه دروازې د باروړونکو موټرو پر مخ تړلي

تورخم-1-qc25sprrw7b6vzmjyzx9c4da6rqo358iwnvtpqi45k

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان وايي، د پاکستان حکومت له افغانستان سره په ټولو پنځو دروازو کې د باروړونکو موټرو له چلوونکو څخه د پاسپورټونو او ویزو غوښتنه کړې او دغه لارې یې د هغو د تګ‌راتګ پر مخ تړلې دي. پاکستان تازه په خوست کې د غلام‌خان بندر هم د پاکستان تړلی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې لومړی مرستیال محمدیونس مومند وايي، هره ورځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پنځو دروازو له لارې له ۲۵۰۰ ډېرې لارۍ تګ‌راتګ کوي او په تړل کېدو سره یې سوداګرو ته سخت زیانونه رسېدلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي: «په ټولو بندرونو کې یې د پاسپورټ او ویزې غوښتنه کړې ده. موږ غواړو چې موټر مو په پېژندپاڼه ولاړ شي؛ ځکه له دوو ساعتونو ډېر نه پاتې کېږي. له بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت څخه غواړو چې دا ستونزه حل کړي. دې مسلې زموږ ټرانزیټ ته سختې ستونزې جوړوي.»

هغه خبرداری ورکوي چې که یادې لارې همداسې تړلې پاتې شي، دواړو خواوو ته په ولاړو موټرو کې شته مېوې او سبزي به خرابه شي.

خو د خوست د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس نواب اميرزى وايي، پاکستان له څو ورځو راهيسې د غلام‌خان لاره هم د سلګونو باروړونکو موټرو پر مخ تړلې ده.

نوموړی زیاتوي: «دا لومړی ځل نه‌دی، په هرو درېوو اوونیو کې یو ځل دا لاره تړل کېږي. سوداګري داسې نه وي چې په هره پلمه او ګیله بندر تړي. د سوداګریزو قوانینو پر بنسټ باید راکړه‌ورکړه ولرو. د مېوې د صادرولو او واردولو موسم دی او دوی ویزه او پاسپورټ غواړي؛ دا سوداګر زیانمنوي، دولتونه باید په خپل منځ کې هوکړه سره وکړي.»

په ورته وخت کې یوشمېر سوداګر هم له پاکستانه غواړي چې ژرترژره یادې لارې پرانېزي او ټینګار کوي چې هېوادونه دې شته ستونزې د تفاهم له لارې حل کړي.

په خوست کې یو افغان سوداګر انور تڼی وايي: «لاره تړلې ده، سلګونه زره زیان را رسېږي. له دواړو هېوادونو غواړو چې ستونزه حل کړي. پاکستان هر وخت پنځه سوه ډوله ستونزې جوړوي، دغه کار یې ناقانونه دی، په داسې حال کې چې دې برخه کې تر اوسه هېڅ قانون نشته.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

پاکستان له تېرو پنځو ورځو راهیسې د تورخم دروازه د باروړونکو موټرو پر مخ تړلې ده. په ورته وخت کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وايي، له پاکستاني لوري سره په خبرو کې کوم پرمختګ نه‌دی شوی او له همدې امله دغه وزارت د یوې بدیلې لارې په توګه د ایران له لارې نورو هېوادونو ته صادرات، واردات او ټرانزیټ کوي.

د یادونې ده چې پاکستان له افغانستان سره د ډیورنډ پر فرضې کرښې د تورخم، سپین‌بولدک، ډنډپټان، غلام‌خان بندر او انګور اډې دروازې لري او دواړو خواوو ته له همدغو لارو تګ‌راتګ او ټرانزیټ کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام