Asset 1SWN

د ویزې غوښتنه؛ پاکستان د افغان موټرچلوونکو پرمخ د تورخم دروازه وتړله

FILE PHOTO: A general view of the border post in Torkham, Pakistan, December 3, 2019. REUTERS/Alasdair Pal/File Photo

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون سلام‌وطندار ته وايي چې د تورخم دروازه له «شنبې شپې» راهیسې د پاکستان له‌خوا د ټرانزیټ پر مخ تړل شوې.  

نوموړي زیاته کړه چې پاکستان د تورخم دروازه د باروړونکو موټرو د پاسپورټ او ویزې غوښتنې په دلیل تړلې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه په وینا، له افغان لوري هم له پاکستاني موټرچلوونکو د ویزې او پاسپورټ غوښتنه کېږي او د اوس لپاره دواړو خواو ته د موټرو تګ‌راتګ بند دی.

قریشي بدلون وویل: «تېره شپه پاکستاني چارواکو افغان لور ته خبر ورکړ چې هغه لارۍ چلوونکي چې پاسپورټ او ویزه ونه‌لري، نو پاکستان لور ته یې نه پرېږدي چې ورسره هم‌مهاله افغان لوري هم ورته اقدام کړی او پاکستاني لارۍ چلوونکي چې پاسپورت او ویزه ونه‌لري دې‌خواته نه پرېښودل کېږي.»

یوشمېر موټرچلوونکي د لارې تړل‌کېدو ته اندېښمن دي او وايي، سوداګریز توکي یې خرابېږي چې بیا یې د زیان جبرانولو توان نه‌لري.

دوی د سرپرست حکومت له مسوولانو غواړي چې له پاکستاني لوري سره خبرې وکړي او یاده ستونزه په بنسټه‌ییزه توګه حل کړي.

پر تورخم لاره یوه موټر چلوونکي علي‌خان سلام‌وطندار ته وویل: «د ټولو ډرایورانو لپاره سخته ده، دا مشکل باید حل شي موږ چې ویزه غواړو نو میاشتې په‌کې لګېږي، زر نه‌راځي.»

په ورته مهال د اقتصادي چارو شنونکي د تورخم لارې بندېدل په اقتصادي برخه کې زیان رسوونکې بولي، خو له سرپرست حکومت غواړي چې پر بدیلو لارو غور وکړي.

د  اقتصادي چارو شنونکی اسدالله احمدزی وايي، پاکستان تل په یوه او بله پلمه د تورخم دروازه تړي، نو حکومت ته په کار ده چې د خپلو توکو د صادراتو لپاره له بدیلو لارو کار واخلي.

نوموړي وویل:«له ډېر وخت راهیسې پاکستان د ترانزیټ او تجارت پر وړاندې خنډونه جوړوي چې دا د دواړو لوریو سوداګرو باندې بده اغېزه کوي، نو افغان حکومت ته په‌کار ده چې د پاکستان پر ځای له نورو هېوادونو سره تجارتي اړیکې جوړې کړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې ده چې پاکستان تر دې وړاندې هم ډېری وخت د تورخم دروازه د افغانانو پر مخ تړلې چې زیان یې هم تر ډېره افغان ولس او سوداګرو ته اوښتی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام