Asset 1SWN

د تورخم دروازه یو ځل بیا د ټرانزيټ پر مخ وتړل شوه

WhatsApp Image 2023-12-06 at 11.24.24_e42beb7a

د تورخم کمیسار مولوي عصمت‌الله یعقوب وایي، پاکستان بېګاه ناوخته یو ځل بیا د تورخم دروازه د ټرانزیټ پر مخ وتړله.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، د پاکستان نظامي مسوولانو بېګاه ناوخته غوښتل چې د  تورخم دروازې ته څېرمه شل متره د افغانستان خوا ته د لوحې په پلمه بله دروازه جوړه کړي، خو دوی یې د جوړېدو مخه نیولې ده.

د تورخم کمیسار زیاتوي چې پاکستاني لوري د دوی له غبرګون وروسته د تورخم دروازه د هر ډول ټرانزیټ پر مخ وتړله.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې پاکستان څو ورځې وړاندې هم د تورخم دروازه د ټرانزیټ پر مخ تړلې وه چې له کبله یې ګڼ‌شمېر افغان سوداګرو ته مالي زیانونه اوښتي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام