د کندهار په سپین‌بولدک کې د نږدې ۳۸ میلیونه افغانیو پروژو چارې پیل شوې

د کندهار د سپین بولدک ولسوالي ولسوال عبدالله بشیر په دې ولسوالي کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اووه کیلومټره عمومي سړک د بیاجوړونې او د اوبو د دوو زېرمو جوړولو چې یوویشت‌نیم میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي، د چارو د پیل خبر ورکوي. هغه وايي، یادې پروژې به د ښاروالي په خپلو عوایدو په راتلونکې یوه‌نیمه میاشت کې بشپړې شي.

د افغانستان بهرني سیاست په اړه غونډه؛ ا.ا: افغانستان به د هېڅ اېتلاف غړی نه‌شي

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي نن په علومو اکاډمي کې د افغانستان د بهرني سیاست په اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، په هېواد کې د سولې او ثبات د راتلو او د سیمه‌ییزو شخړو د مخنیوي لپاره د افغانستان بې‌طرفي اړینه ده. د نوموړي په وینا، ا.ا غواړي چې افغانستان یو خپلواک او بې‌‌طرفه هېواد پاتې شي او د هېڅ پوځي اېتلاف غړیتوب به ونه مني.

د ویانا غونډې ګډونوال م.م ته: سیاسي بدلون ته د لارې تر هوارولو له ا.ا سره تعامل مه کوئ

د ویانا غونډې ګډونوالو له ملګرو ملتونو غوښتي چې له ا.ا سره دې تر هغه تعامل نه ‌کوي چې سیاسي بدلون ته یې لاره نه وي هواره کړې. د ا.ا مخالفو سیاستوالو او د بشري حقونو فعالانو د روانې اوونۍ له یکشنبې تر سه‌شنبې پورې د اتریش په وین ښار کې د یوې غونډې له جوړولو وروسته له ملګرو ملتونو غوښتي چې په افغانستان کې د سیاسي بدلون رامنځته کولو لپاره عملي ګامونه اوچت کړي.

د پکتیا بڼوال: په مني کې بڼونو ته د حیواني سرې ورکول د ونو د ودې لامل کېږي

په پکتيا کې يوشمېر بڼوال او د دې برخې کارپوهان وايي، د مني په موسم کې بڼونو ته د حیواني سرې ورکول ډېره ګټه لري. د دوی په وینا، حيواني سره تر ونو لاندې ځمکه نرموي او د ونو په وده کې مهم رول لري.
د پکتيا د احمداباد ولسوالي یو بڼوال روزي‌خان وايي، په خپل بڼ کې حيواني سره په دوو وختونو کې کاروي چې يو د مني موسم او بل هم په پسرلي کې د غوي میاشت ده.

د تورخم دروازه یو ځل بیا د ټرانزيټ پر مخ وتړل شوه

د تورخم کمیسار مولوي عصمت‌الله یعقوب وایي، پاکستان بېګاه ناوخته یو ځل بیا د تورخم دروازه د ټرانزیټ پر مخ وتړله.
د نوموړي په وینا، د پاکستان نظامي مسوولانو بېګاه ناوخته غوښتل چې د تورخم دروازې ته څېرمه شل متره د افغانستان خوا ته د لوحې په پلمه بله دروازه جوړه کړي، خو دوی یې د جوړېدو مخه نیولې ده.