Asset 1SWN

د کندهار په سپین‌بولدک کې د نږدې ۳۸ میلیونه افغانیو پروژو چارې پیل شوې

WhatsApp Image 2023-12-06 at 15.16.45_d620c463

د کندهار د سپین بولدک ولسوالي ولسوال عبدالله بشیر په دې ولسوالي کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اووه کیلومټره عمومي سړک د بیاجوړونې او د اوبو د دوو زېرمو جوړولو چې یوویشت‌نیم میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي، د چارو د پیل خبر ورکوي. هغه وايي، یادې پروژې به د ښاروالي په خپلو عوایدو په راتلونکې یوه‌نیمه میاشت کې بشپړې شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د سپین بولدک ولسوالي ښاروال قاري رحمت‌الله مسافر هم د دغو پروژو د پیل پر مهال سلام‌وطندار ته ویلي چې د سپین بولدک په بېلابېلو پروژو کې شاوخوا شپږ شوو کسانو ته د کار اسانتیاوې برابرې شوې دي.

د مسافر په خبره، د اوبو د دوو زېرمو په جوړولو سره به د سپین‌بولدک شاوخوا دیارلس‌نیم زره کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې او ورسره به په دې ولسوالي کې د اوبو د کمښت ستونزه څه‌ناڅه حل شي.

په سپین‌ بولدک کې د روانو پروژو یو انجینر انعام‌الله وايي، د یادو پروژو په بشپړېدو سره به د شاوخوا پنځو کلیو د اوسېدونکو د تګ‌راتګ لاره چې پخوا به یې ساعتونه مزل پرې کاوه، جوړه او اوس به په یوازې څو دقیقو کې پرې ښار ته رسېږي او د سېلابونو له ګواښ څخه به هم خوندي وي.

د سپین بولدک ولسوالي اوسېدونکي بخت‌محمد او اسلم د دغو پروژو له پیل څخه خوښ دي او غوښتنه کوي چې تر څنګ دې یې په یاده ولسوالي کې ځینې نورې پرمختیايي پروژې هم پلې او عملي شي، څو یې ځوانانو ته د کار اسانتیاوې هم برابرې شي. دوی وايي چې د پاکو اوبو له کمښت سره مخامخ دي او د روانو پروژو په بشپړېدو سره به یې تر یوې کچې دا ستونزه هم هواره شي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د سپین بولدک ولسوالي د مسوولانو د معلوماتو پر بنسټ، په تېر یوه کال کې په دې ولسوالي کې  ۱۵۰۰۰ متره استنادي دېوال، شل عامه تشنابونه، یوشمېر کوچني واټونه، یو پلچک، د کډوالو لپاره د لنډمهالی پنډغالی او د بیړنیو ناروغانو لپاره یو ۳۰ بستریز روغتون جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام