Asset 1SWN

افغانستان کې د ښځینه هنرمندانو د عوایدو پام وړ کموالی؛ «لاسته‌راوړنه نه‌لرو»

عکس-برای-گزارش-زنان-هنرمند-3-qjpacyes94vhr6698uol5dl3sbzjbijx9slnix5evc

د تاریخ په اوږدو کې د ښځو هنري هڅې له هېچا پټې نه‌دي، خو بېلابېلو هېوادونو له هغې ډلې افغانستان کې پوځي-سیاسي تحولاتو  تل د ښځو پر فعالیتونو په ځانګړې توګه هنري کارونو سیوری غوړلی چې ځینې مېرمنې یې ناهیلې کړي او اوس دې باور ته رسېدلي چې افغانستان کې نور هنري فعالیتونه ځای نه‌لري.

سلام‌وطندار په دې راپور کې هڅه کړې چې له ښځینه هنرمندانو سره د مرکو په ترڅ کې د دوی وضعیت بیان کړي. سلام‌وطندار له ۲۱ ښځینه هنرمندانو سره د مرکو په ترڅ کې موندلې چې هېواد کې له سیاسي-پوځي تحولاتو وروسته او د ښځو پر کار د محدودیتونو له امله یې عواید کم شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دې راپور کې له یوولس انځورګرو، څلور لیکوالو، دو شاعرانو، دوو خطاطانو او دوه نورې چې هم لیکوالې او هم خطاطۍ برخه کې فعالیت لري، خبرې کړې دي.

یوولس هغه انځورګرې «رسامې» چې دې راپور کې ورسره خبرې شوي، وايي، د انځورګرۍ هنر یې د  افکارو بیان، غوښتنو، نیوکو، ژوند ته د ښکلا وربښلو او د دوی د دننه شکایتونو بیانولو لپاره یوازیني لار ده، خو له تحولاتو وروسته پر ښځو او انځورګرو د محدودیتونو له امله نشي کولای، د ژوندیو اجسامو څېرې او نیوکه لرونکي اړخونه انځور کړي.

د یادو مېرمنو له ډلې، پنځو یې د ښوونځیو او پوهنتونونو له تړل‌کېدو وروسته انځورګرۍ ته مخه کړې چې ټولې یې د عوایدو نشتون او یا هم کموالي له امله شکایت کوي. بل‌ لور ته د یادو هنرمندانو څلور هغه یې وايي چې د سرپرست حکومت له‌خوا یې د انځورګرۍ «رسامي» ښوونیز مرکزونه تړل شوي او دې برخه کې د زده‌کړو اجازه هم نه‌ورکول کېږي.

مریم کوشیار چې د کابل اوسېدونکې ده او دوه کاله کېږي چې انځورګرۍ یا نقاشۍ ته یې مخه کړې، وايي، غواړي د ښځو پر وړاندې شته ننګونې د انځور پر ژبه بیان کړي، خو په وینا یې، د شته محدودیتونو له امله نشي کولای، د ژوندیو انځورګري وکړي او یا هم هغه اړخونه انځور کړي چې نیوکه‌لرونکي دي.

د نوموړې په وینا، افغاني ټولنه کې هنر او هنرمند ځای‌ ځای‌ګی نه‌لري او د ولس له لوري یې هم ملاتړ نه‌کېږي.

مریم کوشیار وویل: «د انځورګرۍ هنر د زده‌‌کولو زمینې محدودې شوي او همداراز د ښځو چندان ملاتړ نشته، ځکه د حکومت د اصولو خلاف دی. د دې ترڅنګ د انځورګرۍ هنر د یادولو سره مې مینه ډېره وه او وړتیا مې هم درلوده او بل لامل یې دا هم چې لګښت پرې نه‌راته.»

زهرا رضايي چې شپږ کاله کېږي، انځورګري کوي، وايي چې د جمهوریت په پرتله یې د انځورونو پېردونکي کم شوي، ځکه انځورګري له محدودیتونو سره مخ شوې. هغې وویل: «جمهوریت کې انځورګري ازاده وه، چا کار نه‌درلود، څېره دې رسموله، طبیعت دې رسموه، څاروي دې کښل؛ هر څه دې چې کښل. ستونزې چې ماته پېښې شوې، کارونه مو کم شول. اوس فرمایشونه نه‌راځي، کار هم نه‌لرو، لاسته‌راوړنه هم نه‌لرو، هېڅ خرڅلاو نه‌لرو، هېڅ عواید هم نه‌لرو.»

لیمه ناصري چې له یوه کال راهیسې یې په مسلکي توګه د انځوګري هنر پیل کړی، وايي چې د سرپرست حکومت له‌خوا یې د انځورګرۍ او رسامۍ ښوونیز مرکز تړل شوی او د انځورګرۍ زده‌کړې یې نیم‌ګړې پاتې شوې. «ښوونیز مرکزونه نشته، خو یوازې هلکانو ته. پخوا به تللو تدریس به مو کاوه او زده‌کړې به مو کولې، لږ تر لږه ۴۰ تر ۵۰ زده‌کوونکې مو درلودې، خو استخبارات راغلل او ښوونکو ته یې وویل چې تدرییس باید ونه‌کړئ، تاسو نامحرم یاست، نجونې رخصت شوې او ښوونیز مرکز هم وتړل شو.»

لیکل، لیکوالي او لیکنه د اوسني او پخوانیو دورو انسانانو ترمنځ د افکارو او پوهې ترمنځ د اړیکو لپاره لار ده، خو دغه هنر هم د محدودیتونو له ولګې په امن نه‌دی پاتې شوی. شپږ ښځینه لیکوالانې چې دوه یې خطاطې هم دي او دې راپور کې ورسره خبرې شوي، د قلم ازادي نشتون، سانسور او د محدودیت کیسې لري.

ظریفه الماس چې کیسه‌لیکونکې، انځورګره، خطاطه او د بلخ پوهنتون د دري ادبیاتو څانګه کې کارپوه او د «یاداشت های دیشب» په نوم چاپ شوی کتاب هم لري، وايي چې پخوا به یې د مقالو لیکلو له لارې ښه عاید ترلاسه کاوه، خو اوس نه عاید لري او نه هم په ازاده توګه څه لیکلی شي.

د نوموړې په وینا، د محدودیتونو ترڅنګ، د خپلو لیکل شویو اثرونو د چاپ لپاره کافي مالي سرچینې هم نه‌لري. «پر ښځو محدودیتونه بې‌اندازه زیات دي. زه خپله داستان لیکونکې یم، اثار لرم؛ اثار مې لرل چې باید چاپ شوی وای، خو د اوسني حکومت له امله یې نشم چاپولی. چاپ شوی اثر مې د یادداش‌های دیشب په نوم دی. نوره بریالۍ نشوم چې چاپ یې کړم. د شعر کتاب مې درلود چې ومې نشوای کړای چاپ یې کړم، دا د مالي ملاتړ له امله نه‌دي.»

په همدې حال کې د قضا او څارنوالۍ د اتم سمستر زده‌کړیاله منیره چې لیکنې له یوازیتوب او چوپتیا څخه د خلاصون یوازینۍ لاره ګڼي، وايي، له سانسور پرته خپلې لیکنې نه‌شي خپرولای. هغه زياتوي، چې د دولت او يا کومې بلې ادارې له‌خوا د ښځينه ليکوالانې  ملاتړ نه‌کېږي او دا چاره د دغو مېرمنو د چوپتيا او د هغوى د ليکنو د چوپتيا لامل کېږي.

منیره ټینګار کوي: “له بده مرغه، ما ډېرې مقالې درلودې. له سانسور سره-سره خپرې هم نشوې. پداسې حال کې چې دا تایید شوې وې او د اوس لپاره ځکه چې پوهنتونونه تړل شوي، زه د خپل یوازیتوب څخه د وتلو کومه لاره نه وینم. زه هیڅ عاید نلرم؛ ځکه د نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې لیکنې ته اهمیت نه ورکول کېږي.»

مريم ماندګار د “خاطرات ماندګاره” کتاب ليکواله، د ښځينه ليکوالانو پر وړاندې پرتې ننګونې او د دغو مېرمنو پر چوپتيا د ژوند فشارونه بيانوي او وايي چې په يوه ښوونځي کې يې د ليکلو هنر تدریساوه، خو اوس بند شوی دی.

نه یوازې ښځینه انځورګرانې او لیکوالې د خپلو کارونو د پرمختګونو او ننګونو په اړه خبره کوي؛ خو دوه ښځينه شاعرانې او څلور ښځينه خطاطانې چې دوه يې ليکوالانې هم دي، د کاري محدوديتونو او د ودې د فرصتونو د نشتوالي په اړه خبرې لري.

مریم میرزايي هغه ښځه چې تر ډېره وطنپاله، انقلابي او احتجاجي شعرونه لیکي او سمیرا عظیمي چې د پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته یې خطاطۍ ته مخه کړې، د شعر په ډګر کې د لګېدلو بندیزونو او د کاري زمینو د نشتوالي په اړه کیسې لري.

مریم میرزايي، وايي: «د شعر او فرهنګي فعالیتونو برخه کې اوسني شرایط ښايي د ښځو لپاره ښه نه‌وي، ځکه پخوا ښه پروګرامونه وو، د شعر او شاعري برخه کې به پروګرامونه جوړېدل، خو اوس ښځې له دې برخو لرې دي.»

سمیرا عظیمي هم وویل: «د نورو حکومتونو په پرتله، اوس د ښځو لپاره د هنر او ښکلو هنرونو برخه کې کار ډېر کم دی، ځکه ښوونیز مرکزونه او ځایونه ډېر کم‌رنګه دي او محدود شوي دي.»

د ښځینه هنرمندانو پر کار او فعالیت بندیزونه او د هنر د ښوونیز مرکزونو تړل‌کېدل، د ځینو ادبي ټولنو مسوولان هم وايي چې له تحولاتو وروسته یې کارونه نږدې تمام شوي دي.

د «خیرخانه ادبي ټولنې» یوه مسوول فرهاد ولي‌زاده وویل: «وروسته له هغې چې حکومت سقوط وکړ، هغه پروګرامونه چې موږ وړاندې درلودل، ازادي مو چې درلوده، ادامه مو ورنه‌کړه، ځکه د ځوانانو شتون کمرنګه شوی، د ښځو هم ورسره. مخکیني حکومت کې د فرهنګي پرواګرمونو زمینه ډېره ښه وه.»

بل‌خوا د هنر چارو کارپوهان بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه هنر څانګه کې پر ښځو محدودیتونه ټولنه کې د ژورو تشو د رامنځته کېدو لامل بولي او وايي، پر هنري کارونو محدودیتونه کولای شي، راتلونکي نسل ته د اوسنيو واقعیتونو لېږد او د هنر نه‌پیاوړتیا به نه‌جبرانېدونکې پایلې ولري.

زحل دلدار چې د مخکیني حکومت پر مهال یې د ښکلي هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ کې ښوونکې وه، وویل: «هنر تراوسه هغه ډول یې چې باید ټولنه کې ځای پیدا کړی و، نه‌دی موندلی، ځکه تل د هغو دودونو او ایدیولوژیو تر اغېز لاندې راغلی چې افغانستان کې واکمن دي. هغه محدودیتونه چې افغانستان او دې هېواد په څېر هېوادونو کې لګول کېږي، د هغه د هنر، فرهنګ او تمدن برخه کې د یوې لویې تشې په توګه رامنځته کېږي او د هغه هېواد پېژندګولي نورو هېوادونو پورې تړل کېږي.»

خالده تحسین چې څه باندې ۳۰کالو راهیسې شعر لیکي، په دې اړه وايي: «د انسانانو یوه برخه چې ښځې دي، کله چې نشي کولای، خپل احساسات، عاطفه، افکار، فکرونه، هغه څه یې چې دننه تېرېږي، هغه څه چې ټولنه کې ویني او هغه انعکاس نه‌کړي د شعر په ژبه، لیکنې، داستان، کیسې او هر هغه څه چې غواړي ولیکي او انعکاس ورنه‌کړي، دا خپله یوه تشه ده.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

کیسه‌لیکونکې حمیرا قادري هم وايي: «هغه څه چې افغانستان کې رامنځته شوي، سیاسي سقوط نه‌دی، هغه څه چې له دوو کلونو وروسته افغانستان کې تجربه کېږي، فرهنګي او ټولنیز سقوط دی. تاسو ښايي بل ځای په دومره چټګۍ د ټولنې بدلون ونه‌مومۍ، لکه افغانستان کې چې روان دی.»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال عتیق‌الله عزیزي وايي، دوی له هغو هنرمندانو چې درواغ نه‌وايي، ملاتړ کوي. «د شعر د نقد او انتقاد په اړه باید ووایم چې شعر او څرګندونې چې د سمون اړخ ولري او د ملت او هېواد په درد ولګېږي، که سالمه نیوکه هم وي او درواغو ته په‌کې ځای نه‌وي ورکړل شوی، موږ یې پر وړاندې سانسور نه‌لرو.»

ښځینه هنرمندانې داسې مهال د کاري محدودیتونو او عوایدو کمښت خبره کوي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو له تړل‌کېدو وروسته، ګڼ‌شمېر مېرمنو هنر ته مخه کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام