دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب دوه‌ورځنۍ غونډه پیل شوه

د قطر په پلازمېنې دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب دوه‌ورځنۍ غونډه پیل شوه. دا غونډه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټرېش په مشري پیل شوې چې د ۲۵ هېوادونو استازو او د افغانستان ځینو سیاستوالو او د بشري حقونو فعالانو په‌کې ګډون کړی دی.

م.جاهد: د مونیخ ناسته کې د افغان ښځو په اړه یادې شوې اندېښنې بې‌بنسټه دي

د ا.ا ویاند ذ.بېح‌الله م.جاهد په مونیخ ناسته کې د دولسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ګډې اعلامیې په غبرګون کې وايي، په دې غونډه کې د افغان ښځو د حقونو په اړه یادې شوې اندېښنې بې‌بنسټه دي او ټول افغانان خپلو حقونو ته لاسرسی لري.

افغانستان کې د ښځینه هنرمندانو د عوایدو پام وړ کموالی؛ «لاسته‌راوړنه نه‌لرو»

د تاریخ په اوږدو کې د ښځو هنري هڅې له هېچا پټې نه‌دي، خو بېلابېلو هېوادونو له هغې ډلې افغانستان کې پوځي-سیاسي تحولاتو  تل د ښځو پر فعالیتونو په ځانګړې توګه هنري کارونو سیوری غوړلی چې ځینې مېرمنې یې ناهیلې کړي او اوس دې باور ته رسېدلي چې افغانستان کې نور هنري فعالیتونه ځای نه‌لري.

کندهار کې د روږدو یو خصوصي روغتون د روغو کسانو ساتلو له امله تړل شوی

د کندهار سپین‌بولدک کې د روږدو کسانو د درملنې یو خصوصي روغتون د روغو کسانو د بندي‌کولو په تور او ډاکټرانو نشتون له امله تړل شوی دی.

د کندهار د امنیې قومنداني ویاند اسدالله جمشید سلام‌وطندار ته ویلي، د «ملازینو» په نوم د روږدو د درملنې خصوصي روغتون د طبي وسایلو نشتون، ناروغانو ته د لازمو خدمتونو نه رسولو او یو‌شمېر نورو سرغړونو له امله تړل شوی.

لوګر کې د سیرت‌النبي سیالي ترسره شوه

د لوګر  اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د یوه «خیریه بنسټ» په همکاري د ولایت په کچه د سیرت‌النبي (ص) ستره سیالۍ ترسره شوه.

د دغه ولایت اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفېع‌الله صمیم سلام‌وطندار ته وویل چې دغه سیالي د پل‌علم ښار په ورزشي سټېډیوم کې په شفافه توګه واخیستل شوه چې په‌کې د مرکز پل‌علم ښار او ولسوالیو شاوخوا ۱۷سوه کسانو چې ډېری یې د ښوونځيو، دیني مدرسو زده‌کوونکي او د پوهنتون محصلین دي، ګډون کړی وو.