Asset 1SWN

لوګر کې نږدې ۷۰۰ وزګارو کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شوه

------------

د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وایي چې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له لوري په مرکز پل‌علم، خروار او محمداغې ولسوالیو کې نږدې ۷۰۰ کسانو ته د کارکولو زمینه برابره شوه.

د یاد ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت‌الله نائب‌خېل سلام‌وطندار ته وویل چې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له لور په مرکز پل‌علم او دوه ولسوالیو کې د سړکونو، کاریزونو، اوبو حوضونو، ذخیروې بندونو او محافظوي دیوالونو په جوړلو کې ۶۹۰ تنه وزګارو ځوانانو ته د راتلوونکو پنځه میاشتو لپاره د کارکولو زمینه برابره شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نائب‌خېل زیاته کړه چې هر ګاریګر ته به د کار په بدل کې ۶۴۰۰ افغانۍ د تنخوا په توګه ورکول کیږي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د لوګر وزګار ځوانان هم خوښ دي چې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له لوري ورته د پنځه میاشتو لپاره په خپلو سیمو کې د کارکولو زمینه برابره شوه، خو دوي غوښتنه کوي چې ورته پروژې دې د لوګر ولایت په پاتې ولسوالیو کې هم پيل کړې څو پورې وزګارو ځوانانو ته د کارکولو زمینه برابره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام