Asset 1SWN

پکتیکا کې زلزله‌‌ځپلیو ته ۱۹۲ کورونه وسپارل شول

ګیان ولسوالي

د افغاني سرې مياشتې ټولنې مسولان وايي چې د دغه ولایت په ګيان ولسوالي کې د ۱۴۰۱ کال زلزله‌‌ځپلیو ته یې ۱۹۲ کورونه جوړ او سپارلې دي.

دغه ۱۹۲ کورونه نن «یکشنبه، سلواغې ۲۹مه‎» زلزله‌ځپلیو ته سپارل شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغاني سرې مياشتې ټولنې عملياتي مرستيال عبدالطيف ثابت سلام‌وطندار ته وايي چې د ګيان ولسوالي بېلابېلو کلیو کې زلزله‌ځپلو کورنیو ته ۱۹۲ کورونه او ۱۰۶ تشنابونه جوړ شوي دي.
د نوموړي په وینا، پر يادو کورونو په ټوله‌ییزه توګه څه باندې ۴۷ميليونه افغانی لګښت راغلی دی.

نوموړي وويل: «په يادو کورونو کې ۸۶ هغه یې دوه اطاقونه، پخلن‌ځای او يو دهليز لري. همداشان پاتې ۱۰۶ کورونه د دې ترڅنګ يو تشناب هم لري. په هر کور ۲۶۰زره افغانۍ لګښت شوی او پر هر تشناب ۳۴زره او څلور سوه افغانۍ لګښت شوی چې ټول لګښت يې ۴۷ میلیونه اته ديرش زره او څلور سوه افغانی کېږي.»

په ورته مهال هغه کورنۍ چې له ډېر ځنډ وروسته ورته کورونه جوړ شوي، خوښ دي او وايي تر ډېر يې د سرپناه ستونزه حل شوې، خو لا هم ګڼو نورو برخو کې له ستونزو سره مخ دي.
د ګيان ولسوالي اوسېدونکی سردار وايي چې ولسوالي کې یې کلینیک کوچنی دی او په وینا یې، د ټولو ناروغانو درملنه په‌کې ناشونې ده چې له ستونزو سره يې مخ کړي دي.

دی زیاتوي چې پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري او له مرکز ښرنې سره يې د ولسوالي عمومي لاره هم کنډ او کپر ده چې دوی يې له زياتو ستونزو سره مخ کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هغه له ولايتي ادارې غواړي چې په يادو برخو کې د ستونزو په هواري کې دې ورسره مرسته وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام