د ا.ا ویاند ذ.بېحالله م.جاهد په مونیخ ناسته کې د دولسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ګډې اعلامیې په غبرګون کې وايي، په دې غونډه کې د افغان ښځو د حقونو په اړه یادې شوې اندېښنې بېبنسټه دي او ټول افغانان خپلو حقونو ته لاسرسی لري.
هغه ټینګار کوي چې افغانان اوس ځاني، مالي او اروايي خوندیتوب لري او په خبره یې: «د پروپاګنډا خپرول او له افغانستانه د ډار او ګواښ احساس رامنځته کول یا د هېوادونو د اطلاعاتو کموالی ښيي او یا مغرضې کړۍ ورته غونډو ته ناسم معلومات ور رسوي.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دولسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پرون شنبه د یوې ګډې خبرپاڼې په خپرولو سره په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې اسلامي امارت د بشري حقونو، په تېره د ښځو حقونو د ملاتړ برخه کې هېڅ ډول پرمختګ نهدی لرلی. د خبرپاڼې په یوه برخه کې لیکل شوي: «اسلامي امارت له ټولیز ژوند او سیاسي پرېکړو څخه د افغانستان د نیمايي وګړو په لرې ساتلو سره د افغانستان راتلونکې له ګواښ سره مخامخ کړې ده.»
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې نړیوالو ژمنو، په تېره بشري حقونو ته د اسلامي امارت ژمنتیا هغه څه دي چې افغانستان بیا په نړیوال نظام کې مدغمولی شي.
بلهخوا په کابل کې یوشمېر نجونې او د ښځو حقونو فعالانې وايي، د افغان ښځو پر زدهکړو او کار د محدودیتونو دوام پر ټولنې منفي اغېزې کوي. دوی د اسلامي امارت له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د اسلامي اصولو په رڼا کې نجونو او ښځو ته د زدهکړو او کار اسانتیاوې برابرې کړي.
یوه زدهکوونکې سحر وايي: «په لسم ټولګي کې وم چې ښوونځی مې وتړل شو؛ له زدهکړو پاتې شوم؛ پر ژور خپګان اخته شوم. د هېواد راتلونکې لپاره د نجونو زدهکړې مهمې دي. له اسلامي امارت څخه غواړو چې نجونو ته د زدهکړو اجازه ورکړي.»
په همدې حال کې د ښځو حقونو فعاله حسیبا هاشمي وايي: «هره ورځ محدودیتونه زیاتېږي؛ ښځو خپلې موخې لرلې چې ټولې په اوبو لاهو شوې؛ له اروايي او اقتصادي اړخه یې ضربه وخوړله؛ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شول؛ د نجونو پر زدهکړو او کار باید بیاکتنه وشي.»
د البانیا، بلجیم، بلغارستان، کاناډا، المان، کوسوو، لیختن اشتاین، مغولستان، هالنډ، فرانسې او رومانیا هېوادونو په یوه ګډه خبرپاڼه کې له اسلامي امارت څخه غوښتي چې نړیوالو قوانینو ته غاړه کېږدي او ملاتړ یې وکړي.