Asset 1SWN

دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب دوه‌ورځنۍ غونډه پیل شوه

سسسسسسسسسسسسسسسسسسسسسسسسس

د قطر په پلازمېنې دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب دوه‌ورځنۍ غونډه پیل شوه. دا غونډه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټرېش په مشري پیل شوې چې د ۲۵ هېوادونو استازو او د افغانستان ځینو سیاستوالو او د بشري حقونو فعالانو په‌کې ګډون کړی دی.

د دې غونډې په نوملړ کې چې رسنیو ته رسېدلی د امریکا له لوري د ټوماس وېسټ او رینا امیري او د پاکستان، ایران روسیې، چین، ترکیې، ترکمنستان او اوزبکستان ځانګړیو استازو اصف دراني، حسن کاظمي قُمي، ضمیر کابلوف، یو‌یه شیایو یونګ، اوژګان ارتوګل، وفا حاجي‌اوف او عصمت‌الله ایرګاشوف ګډون کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په دغه نوملړ کې د اروپايي ټولنې، المان، فرانسې، جاپان، ناروې، اندونزیا، قزاقستان، تاجکستان، هند او متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي هم شامل دي. اسلامي امارت بیا ویلي چې یادې غونډې ته یې خپل استازی نه‌دی ورلېږلی.

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد وايي، په دې غونډه کې د دوی د استازي د ګډون شرط دا و چې د افغانستان له ادرسه به یوازې د اسلامي امارت استازی ګډون کوي او تیت‌وپرک بحثونه به هم په‌کې نه کېږي، خو په وینا یې، دغه شرطونه یې نه‌دي منل شوي او همدا لامل و چې خپل استازی یې نه‌دی ورلېږلی.

هغه زیاتوي: «له بده مرغه څرنګه چې موږ غوښتل، هغسې هوکړه ونه شوه. اوس به وګورو چې د هغوی د ناستې پایله به څه وي، وروسته به یې انشاالله په اړه تبصره وکړو.»

ویل کېږي چې له افغانستان څخه بهر یوشمېر افغانانو په دې غونډه کې ګډون کړی دی. د پخواني بشري حقونو خپلواک کمېسیون رییسه شهرزاد اکبر، د پخوانۍ ولسي جرګې غړې شاه‌ګل رضايي، د ښځو حقونو فعاله محبوبه سراج او په جمهوریت کې د ادارې اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون رییس نادر نادري هغه کسان دي چې د دوحې په غونډه کې یې ګډون کړی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په همدې حال کې د نړیوالو چارو شنونکی محمدباقر محسني د دوحې ناسته د افغانستان لپاره مهمه بولي او وايي: «د دوحې ناسته له څو اړخونو د افغانستان په ګټه ده. لومړی ارزښت یې دا دی چې د ملګرو ملتونو له لوري دا لومړی ګام او عملي اقدام دی چې د افغانستان په اړه یې کوي.»

خو یوشمېر نور شنونکي بیا د افغانستان د سیاسي وضعیت د بدلون برخه کې د دوحې ناستې پایلو ته د شک په سترګه ګوري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام