Asset 1SWN

د افغانستان په اړه د دوحې غونډه؛ «د افغان ښځو زده‌کړو او کار ته دې لاره هواره شي»

UN-Afghanistan-1000x600-1

یوشمېر کابل ښاریان په دوحه کې د افغانستان په اړه د غونډې پیلېدو سره سم وايي، تمه لري چې په دې غونډه کې به د افغانستان روان کړکېچ ته د پای ټکی کېښودل شي او د دوی ژوند به ورسره مثبت بدلون ومومي.

د کابل ښار اوسېدونکې نجمه نبي‌زاده چې په يوه دولتي ښوونځي کې د دولسم ټولګي زده‌کوونکې ده وايي، افغان نجونې او ښځې تمه لري چې د دوحې غونډه کې به یې پر زده‌کړو او کار بحث وشي او دوی ته به یې اسانتیاوې برابرې شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي: «له ګاونډیو هېوادونو او ملګرو ملتونو څخه مو تمه ده چې اسلامي امارت ته قناعت ورکړي، څو د ښځو پر زده‌کړو او کار لګېدلي بندیزونه لرې کړي؛ ځکه هېڅ ټولنه د ښځینه‌وو له ښوونې او روزنې او لوړو‌ زده‌کړو پرته پرمختګ نه‌شي کولای. دا غونډه باید زموږ د بنسټیزو حقونو ترلاسه کولو ته لاره هواره کړي.»

نګینه د کابل ښار د فتح‌الله کلا اوسېدونکې ده. نوموړې له ملګرو ملتونو او د دوحې غونډه کې د ګډونوالو هېوادونو له استازیو غواړي چې افغانستان کې د میلیونونو نجونو او ښځو اندېښنو ته د پای ټکی کېږدي.

د هغې په وینا، یاده غونډه کې باید د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانېستل کېدو موضوع روښانه شي او ښځو ته اجازه ورکړل شي چې زده‌کړې او کار وکړي.

په همدې حال کې ټولنیز فعال بسم‌الله یاوري هم وايي چې د ټول‌ګډونه حکومت جوړېدل او افغانستان کې د لګېدلیو محدودیتونو له منځه وړل هغه څه دي چې افغانان یې د دوحې له غونډې تمه لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پوهنتون استاد سرور جعفري بیا هیله څرګندوي چې ملګري ملتونه او د افغانستان ګاونډي هېوادونه به د دوحې غونډه کې له افغانستان سره مرسته وکړي، څو له شته ستونزو څخه د وتلو لپاره یوې دایمي حل‌لارې ته ورسېږي.

د ملګرو ملتونو په مشري د دوحې دوه‌ورځنۍ غونډه نن پیل شوه او سبا به هم دوام وکړي. په دې غونډه کې د ۲۲ هېوادونو او دوو نړیوالو سازمانونو استازي افغانستان کې پر بشري حقونو، امنیتي او سیاسي وضعیت خبرې اترې کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام