د ملګرو ملتونو د ۷۷یمې عمومي غونډې له اجندا نه د افغانستان قضیې له اېستلو داسې ښکاري چې نړۍ دغه هېواد هېر کړی او په دې غونډه کې به یې پر اړوندو مسایلو هم خبرې ونه شي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په دې غونډه کې د خبرو پر مهال افغانستان کې د بشري حقونو نقض یوازې د بېلګې په توګه یاد کړ، خو د حل‌لارې او دې برخه کې یې د اقداماتو په اړه هېڅ هم ونه ویل.

هغه نه یوازې افغانستان، بلکې په برما، ایران او سینکیانګ کې یې هم د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه وښوده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په همدې حال کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د ملګرو ملتونو په غونډه کې وویل، هیله لري چې اسلامي امارت په افغانستان کې د بشري حقونو برخه کې د شته ستونزو د حل لپاره بنسټیز ګامونه اوچت کړي.

د هغه په خبره، افغانستان نیمه پېړۍ په جګړې او بې‌وزلۍ کې پاتې شوی او لا هم له دې ازموینې په تېرېدو دی.

د قطر امیر بیا له اسلامي امارت او امریکا څخه وغوښتل چې د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي. تمیم ابن حمد الثاني د ملګرو ملتونو غونډه کې ټینګار وکړ چې افغانستان باید بیا د جګړې پر ډګر او د ترهګرو ډلو پر پټن‌ځای بدل نه‌شي. هغه وویل، افغانان باید تلپاتې ثبات ته ورسېږي.

د ملګرو ملتونو ۷۷یمه عمومي غونډه داسې مهال جوړېږي چې سږ کال د افغان حکومت کوم استازي په‌کې ګډون نه‌دی کړی. ټاکل شوې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نصیراحمد فایق چې د اوسني حکومت ملاتړ نه لري، د سپټمبر پر ۲۶مه نېټه په ملګرو ملتونو کې وینا وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام