د ملګرو ملتونو ۷۷یمه غونډه؛ نړۍ افغانستان هېر کړی

د ملګرو ملتونو د ۷۷یمې عمومي غونډې له اجندا نه د افغانستان قضیې له اېستلو داسې ښکاري چې نړۍ دغه هېواد هېر کړی او په دې غونډه کې به یې پر اړوندو مسایلو هم خبرې ونه شي. د امریکا ولسمشر جو بایډن په دې غونډه کې د خبرو پر مهال افغانستان کې د بشري حقونو نقض یوازې د بېلګې په توګه یاد کړ، خو د حل‌لارې او دې برخه کې یې د اقداماتو په اړه هېڅ هم ونه ویل.