Asset 1SWN

کورونا؛ په یوه شپه او ورځ کې ۱۴ کسان مړه او ۶۲۳ پرې اخته شوي

Corona-Afghanistan-300x169

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې یې د ۳ زره او ۱۸۸ شکمنو کسانو نمونې کتلي چې له ډلې یې د ۶۲۳ هغو پایلې مثبتې ختلې دي. د دغه وزارت په وینا، په یاده موده کې ۱۴ نور کسان چې پر کورونا اخته وو، مړه شوي دي. تازه پېښې په ۲۲ ولایتونو کې ثبت شوې دي. په تېره یوه شپه او ورځ کې ۱۹۳ کسان چې پر کورونا ویروس اخته وو، بېرته ښه شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې یې د ۴۵۵ زره او ۷۸۰ کسانو نمونې کتلې چې د ۶۸ زره او ۳۶۶ هغو پایلې مثبتې ختلي او ۲ زره او ۸۶۹ نور بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي. دغه راز، په دې موده کې ۵۶ زره او ۷۱۱ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته رغېدلي دي.



په نړۍ کې بیا تر ننه له ۱۶۸ میلیونه او ۵۶۴ زرو ډېر کسان پر کورونا اخته شوي چې له ډلې یې له درې نیم میلیونه ډېر هغه مړه شوي او له ۱۵۰ میلیونه او ۱۱۳ زرو نه ډېر بېرته ښه شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه پر ټویټر وڅارئ

امریکا، هند، برازیل، فرانسه، ترکیه او روسیه هغه هېوادونه دي چې د کورونا تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې په‌کې ثبت شوې دي. امریکا به هغه هېواد دی چې کورونا ترې ډېره قرباني اخیستې او تر ننه په‌کې له ۶۰۵ زرو نه ډېر کسان پر دغه ویروس د اخته کېدو له کبله مړه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام