د سیمې هېوادونو کې ډېری کارګر ماشومان افغانان دي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال اجمل شاه‌پور نن په افغانستان کې له کار څخه د ماشومانو د راګرځولو پروژې د پروګرام په پرانیست‌غونډه کې وایي، د کورنیو د پوهاوي د کچې ټيټوالی او ماشومانو ته په کمه سترګه کتل، د دې لامل شوي چې دوی تر ډېره زیان وویني.

ولسي جرګه د مالیې وزارت سرپرست ته: په فساد کې د ښکېلو وکیلانو نومونه په ډاګه کړه

د ولسي جرګې یو‌شمېر غړیو نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې د مالیې وزارت له سرپرست څخه وغوښتل چې د ګمرکونو په فساد کې د ښکېلو وکیلانو نومونه په ډاګه کړي.
د دغه وزارت سرپرست خالد پاینده‌ تېره اوونۍ د دې جرګې یوې غونډې ته وویل چې په ګمرکونو کې د ورځې شاوخوا ۸ میلیونه ډالره غلا کېږي.

کورونا؛ په یوه شپه او ورځ کې ۱۴ کسان مړه او ۶۲۳ پرې اخته شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې یې د ۳ زره او ۱۸۸ شکمنو کسانو نمونې کتلي چې له ډلې یې د ۶۲۳ هغو پایلې مثبتې ختلې دي. د دغه وزارت په وینا، په یاده موده کې ۱۴ نور کسان چې پر کورونا اخته وو، مړه شوي دي.

د نامنظمې کډوالۍ پایله؛ هغه مېرمنې چې پر ژور خپګان او نشه‌یي توکو اخته شوي

د هېواد په لوېدیځ د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار په وروستۍ برخه کې ګڼ‌شمېر هغه کسان چې له کډوالۍ بېرته هېواد ته راستانه شوي، اوسېږي چې له قانوني اسنادو پرته یې بهرنیو هېوادو ته د یوه ښه ژوند د درلودو لپاره هڅه کړې وه، خو د کډوالۍ پرمهال د ژور خفګان له امله اوس دوی پر نشي توګو اخته شوي دي.