محمداسلم تیمور په فاریاب کې د رسنیو برخې فعال و چې نږدې شپږ کاله وړاندې یې د امنیتي ستونزو له امله هېواد پرېښود. هغه اوس په یوه اروپايي هېواد کې اوسېږي.

نوموړی په ۱۳۹۳ کال کې د جوزجان پوهنتون د انجینري پوهنځي له جیودیزي څانګې څخه فارغ دی، خو له رسنیو سره د مینې له کبله یې په سویس کې یې د فوټوګرافي په برخه کې یې زده‌کړې کړي او په افغانستان کې یې له تصویري او غږیزو رسنیو سره له پنځو کلونو ډېر کار کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اسلم د کډوالۍ د ستړي ژوند په اړه ډېرې کیسې لري. د هغه په وینا، په کډوالۍ کې خپلو هیلو ته رسېدل یې اسانه نه وو او لپاره یې ډېرې هڅې کړې دي. نوموړی وايي، د بې‌وزلۍ او ناچارۍ په لړ کې یې خپلو هیلو ته رسېدل ستونزمن وو او له یوې خوا یې باید یوه بهرنۍ ژبه زده‌ کړې وای او بله‌خوا یې باید د یوه پردي هېواد له کلتور، چاپېریال او خلکو سره هم بلد شوی وای.



اسلم تیمور زیاتوي، د کډوالۍ ټولې ستونزې او کړاوونه یې په هېواد کې د شته ګواښونو او امنیتي ستونزو له امله ومنل او له مجبوریته یې شپږ کاله وړاندې هېواد پرېښود. هغه څه موده په ایران او بیا په ترکیه کې د نامنظمې کډوالۍ سختۍ تجربه کړې دي.

اسلم تیمور د ترکیې ـ یونان ترمنځ اوبو کې د خپلې کښتۍ د ماشین خرابېدو کیسه کوي چې ان اورېدل یې ځینو ته ستونزمن دي. نوموړي اوس په سویس کې د لنډمهال لپاره منل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو برخه پر ټویټر وڅارئ

اسلم تیمور د کډوالو په ډله کې ځان نېکمرغه بولي او وايي، د یونان، اتریش او سویس په کمپونو کې یې داسې کسان لیدلي چې ان له پنځو تر لسو کلونو په یادو پوځي مرکزونو کې له نامعلوم برخلیک سره ژوند کوي.

تیمور داسې کسان هم لیدلي چې د کډوالو په کمپونو کې یې ځانونه زېندۍ کړي یا هم له رواني ستونزو سره مخ شوي، خو نوموړي سویس ته له رسېدو سره سم د رسنیو او فلم جوړولو په برخه کې ځان ته کار موندلی او اوس همالته د تصویر اخیستلو یوه پروډکشن پر جوړولو کار کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام