که څه هم اسلامي امارت په هېواد کې دننه په سوداګریزه راکړه ورکړه کې د بهرنیو اسعارو پر کارونې بندیز لګولی، خو لا هم په ځینو لوېدیځو، سوېلي او ختیځو ولایتونو کې بهرني اسعار کارول کېږي.

د پکتیا، خوست، پکتیکا، ننګرهار، کندهار او غزني ولایتونو یو‌شمېر اوسېدونکي وايي، له هغه راهیسې چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، په دغو ولایتونو کې د بهرنیو اسعارو استفاده زیاته شوې او خلک راکړه ورکړه پر پاکستانۍ کلدارې کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوی د اسلامي امارت له چارواکو غواړي چې په دغه ولایتونو کې د پاکستانۍ کلدارې کارونه بنده کړي او په دې اړه دي جدي اقدامات وکړي.

په ورته مهال د لوېدیځو ولایتونو یوشمېر اوسېدونکي هم وايي چې په خپلو ورځنیو سوداګریزې راکړې ورکړې کې د افغانیو پر ځای ایراني تومن کاروي او خپل پېر او پلور په تومن کوي.

هغوی د دغه کار لامل په بازارونو کې د افغانیو کمښت بولي. د لوېدیځو ولایتونو اوسېدونکي اسلامي امارت څخه غواړي چې په دې اړه یوه کړنلاره جوړه کړي.

د  نیمروز ولایت اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي چې د دغه ولایت له مرکز سربېره په یو‌شمېر ولسوالیو کې هم د افغانیو کمښت له امله د تومن کارونه ډېره شوې او خلک اړ دي چې په خپله سوداګریزه راکړه ورکړه کې له تومن څخه کار واخلي.

د لوېدیځو او سوېل ختیځو ولایتونو اوسېدونکي همدارنګه وايي، د نورو هېوادونو له پیسو څخه ګټه اخیستل، د هېواد اقتصاد ته زیان رسولی او خلک یې زیانمن کړي دي. په همدې حال کې د ځینو ولایتونو محلي مسوولان وايي، تراوسه ورته بهرنیو اسعارو څخه د استفاده په اړه مشخصه کړنلاره نه ده ورکړل شوې.

د هرات والي نوراحمد اسلام‌جار په دغه ولایت کې د بهرنیو اسعارو د کارونې د مخنیوي په اړه سلام‌وطندار ته وویل: «زه مالیې وزارت سره په اړیکه کې یم. طرحې لرو او عدلیې برخې ته مو ویلي چې قوانین وضع کړي. دې برخه کې استخبارات هم کار کوي. په دې اړه فرمان هم صادر شوی چې باید له افغانیو څخه استفاده وشي، نه بهرنیو اسعارو څخه.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې د رییس‌الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي وړمه ورځ وویل، په ټول افغانستان کې په بهرنیو پیسو راکړه ورکړه بنده ده او امنیتي ارګانونو ته دنده ورکړل شوې چې د دې پرېکړې د عملي کولو لپاره خپل مسوولیت ادا کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام