د کندهار په سپین‌بولدک کې ۱۱۰ کسان د کلدارې راکړې‌ورکړې په تور نیول شوي

د کندهار ولایت د سپین‌بولدک ښاروالي کې د ښاري حکومتولۍ مدیر او ویاند عبدالله میوند سلام‌وطندار ته ویلي چې شاوخوا ۱۱۰ هټۍ‌وال او پېرودونکي یې په بهرنیو اسعارو د راکړې‌ورکړې په تور نیولي دي. د نوموړي په وینا، تېره اوونۍ یې هم شاوخوا سل کسان د بهرنیو اسعارو د راکړې‌ورکړې له امله نیولي وو.

د بهرنیو اسعارو پر کارونې بندیز؛ خلک د «افغانۍ» بانکنوټونو له کموالي سر ټکوي

د یوشمېر ولایتونو اوسېدونکي د افغانستان بانک له لوري د «افغانۍ» کارېدو او په پنځو سوېلي او سوېل لوېدیځو ولایتونو کې د بهرنیو اسعارو پر کارولو له بندیز سره ‌هم‌مهاله په کندهار، زابل، هلمند، روزګان او دایکندي کې د «افغانۍ» بانکنوټونو کموالي په اړه شکایت کوي.

له افغانستانه په کلدارو د سکرو واردات؛ پاکستان د ډالرو د زېرمه کولو په لټه کې دی

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف امر کړی چې افغانستان څخه دې د سکرو وارداتو په کلدارو وشي.

د رسنیو د راپور پربنسټ، شهباز شریف په یوې ناسته کې ویلي چې په دې کار سره به دغه هېواد د ډبرو سکرو د وارداتو له درکه هر کال ۲.۲ میلیارده ډالر وسپموي او په ارزانه بیه به برښنا تولید کړي.

پاکستان افغانستان ته خپل سوداګریز توکي په کلدارو رالېږي

یوشمېر پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې د پاکستان د مالیې وزارت د اقتصادي همغږۍ کمېټې په یوې ناسته کې دې ته اجازه ورکړې چې یوشمېر صادراتي توکي په کلدارو پیسو افغانستان ته ولېږدول شي. بل‌خوا، د پاکستان د مالیې وزارت د وارداتو د څارنې کمېسیون له افغانستان څخه د جلغوزیو له وراداتو ۴۵سلنه ګمرکي تعرفه لرې کړې ده.