د اسلامي امارت مشر ملا هبت‌الله اخند‌زاده د  کوچني اختر په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي چې افغانستان د نړۍ په امنیت او سوله کې مهمه ونډه لري او اړتیا ده چې نړیواله ټولنه باید د دوی حکومت په رسمیت وپېژني، څو شته ستونزې د ډپلوماټیکو نورمونو او اصولو په چوکاټ کې په رسمي او مسوولانه توګه حل کړي.

هبت‌الله اخند‌زاده په خپل پیغام کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې له اسلامي امارت سره ښه، مثبت او متقابل احترام ولري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کوچني اختر په مناسبت د اسلامي امارت د مشر دغه اختریز پیغام نن خپور شوی او په‌کې راغلي چې اسلامي امارت خپل مخالفانو ته ټول‌بښنه اعلان کړې او غوښتنه یې ترې کړې چې نور له مخالفت څخه لاس واخلي.

یاد پیغام کې ویل شوي چې افغانستان نور د پردیو دسیسو د عملي کولو توان نه لري او هغه کسان چې لاهم له اسلامي امارت سره د مخالفت اراده لري، مخالفت دې پرېږدي او د هېواد ابادۍ کې دې ونډه واخلي.

په ورته مهال د دغه اختریز پیغام په یوه برخه کې راغلي چې اسلامي امارت اجازه نه ورکوي چې افغانستان د نورو هېوادونو پر ضد وکارېږي او له هېوادونو هم ورته غوښتنه شوې ده.

پیغام کې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د دوحې تړون پر عملي کېدو ټينګار شوی او زیاته شوې چې امریکا باید د دغه تړون پربنسټ، د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاس وهلو ډډه وکړي. هبت‌الله اخند‌زاده ویلي چې امریکا دې د فشار پرځای له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.

د اسلامي امارت د مشر په اختریز پیغام کې له ګاونډیو هېوادونو غوښتنه شوې چې په دغو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره د نړیوالو قوانینو له مخې، ښه چلن وکړي. نوموړي له هېوادونو غوښتنه کړې چې افغان کډوال پرېږدي، څو بېرته خپل ته راستانه شي.

هبت‌الله اخند‌ازده ویلي چې له کډوالو سره ناسم چلن د بشر حقونو خلاف او د چا په ګټه نه ده چې یوازې د هېوادونو ترمنځ د کرکې او نفرت د زېږېدو لامل کېږي.

اخند‌زاده زیاته کړې چې هېواد کې د پانګونې زمینه برابره شوې او له ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو یې غوښتنه کړې چې افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. نوموړي د هېواد پر بیارغونه ټينګار کړی او له خلکو یې غوښتي چې دې برخه کې ونډه واخلي.

د اسلامي امارت مشر په خپل اختریز پیغام  کې ویلي چې افغانستان کې د نشه‌يي توکو پر کښت بندیز لګېدلی او زیاته کړې یې ده چې اسلامي امارت هڅه کوي، څو د کوکنارو لپاره بدیل کښت پیدا کړي.

هغه د ښځو او نارینه‌وو د شرعي حقونو په اړه ویلي: «موږ په افغانستان کې د نارینه وو او ښځو ټولو شرعي حقوقو ته درناوی لرو او ځان ورته ژمن بولو. څوک دې په دې اړه انديښنه نه کوي او نه دې هم دغه بشري او عاطفي موضوع  د سیاسي موخو لپاره د یوې وسیلې په ډول کاروي.»

هبت‌الله اخند‌زاده زیاته کړې چې اسلامي امارت «د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو ته په پام» د بیان ازادۍ ته ژمن دی او د رسنیو له سمو او ګټورو خپرونو ملاتړ کوي.

نوموړي هېواد کې د پوهنې په اړه ویلي چې اسلامي امارت د هېواد په لرو او پرتو سیمو کې د زده‌کوونکو لپاره نوي ښوونځي او مدرسې جوړې کړي او د زده‌کړو لپاره یې مناسب چاپېریال برابر کړی دی.

په همدې حال کې هبت‌الله اخند‌زاده د اسلامي امارت له سرتیرو غوښتنه کړې چې له خلکو سره ښه چلن وکړي او له خپل واک څخه ناوړه ګټه وانخلي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کوچني اختر په اړه د اسلامي امارت د مشر دغه پیغام کې هېواد کې د وروستیو بریدونو په اړه څه نه دي ویل شوي او نه یې هم دغو بریدونو ته اشاره کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام