Asset 1SWN

فرهاد دریا افغانستان کې د نجونو ښوونځیو پرانېستو لپاره کمپاین پیل کړی

Farhad Darya Education

یوه نوموتي افغان سندرغاړي فرهاد دریا له هغه وروسته چې افغانستان کې له شپږم ټولګي د پورته نجونو د ښوونځیو تړل کېدو ۴۰۰ ورځې تېرې شوې، د دغو ښوونځیو د پرانېستو لپاره کمپاین پیل کړ. هغه وايي، د کمپاین موخه یې افغانستان کې د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانېستل کېدل او د دې لپاره غږ اوچتول دي.

نوموړی زیاتوي: «چا چې د ښوونځي دروازه پرانېسته، د یوې بندخونې دروازه تړل کېږي. ټاکل شوې دا کمپاین سراسري شي، تر هغه چې ټول په یوه غږ د نجونو زده‌کړو لپاره غږ پورته کړو، څو د افغانستان اوسني واکمن او نړېوال پوه شي چې زده‌کړې په افغانستان کې څه مانا لري.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

بله‌خوا کابل کې د یوولسم ټولګي زده‌کوونکې شمیلا او عایشه هم له اسلامي امارت څخه غواړي چې نور دې د دوی پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانېزي.

د دوی په وینا، د اسلامي امارت چارواکو له تېر یوه کال راهیسې د نجونو ښوونځیو د پرانېستلو په اړه ډېرې ژمنې کړي، خو لا یې هم دې برخه کې عملي ګامونه نه‌دي اوچت کړي.

دغه زده‌کوونکې وايي چې نور له غوښتنو او هیلې کولو ستړي شوي او په‌کار ده چې مسوولان یې نور غږ واوري او د زده‌کړو او پوهې له دغه ستر نعمت څخه یې بې‌برخې نه کړي.

کابل کې د یوه خصوصي ښوونځي ښوونکې صدف هم وايي چې له زده‌کړو بې‌برخې کېدل، د یوه کس، کورنۍ او ټولنې د شاتګ په مانا دي. د هغې په خبره، افغانستان کې د نجونو ښوونځي تړلي پاتې کېدل د ټول هېواد په زیان دي.

په ورته وخت کې د افغانستان پر بیارغونې د امریکا د څار ځانګړې ادارې یا سیګار هم تېره ورځ په یوه راپور کې د افغان نجونو د ښوونځيو تړل کېدل د اندېښنې وړ بللي وو.

د سیګار په راپور کې لیکل شوي چې افغانستان کې د ښوونځیو تړل کېدو تر اوسه ناوړه پایلې لرلي او په خبره یې، دغه هېواد کې د نجونو زده‌کوونکو شمېر یې هم را کم کړی دی.

بله‌خوا افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې رزا اوتونبایو پرون کاپیسا ته د سفر پر مهال هلته د نجونو یوه ښوونځي ته ورغلې او بیا یې له اسلامي امارت څخه غوښتي چې له شپږم ټولګي د پورته نجونو ښوونځي دې پرانېزي.

که څه هم د اسلامي امارت مسوولانو په دې اړه زموږ پرله‌پسې اړیکې او پوښتنې ځواب نه کړې، خو تر دې وړاندې یې په ځلونو ویلي چې په لوړه کچه یې له شپږم ټولګي د پورته نجونو لپاره د زده‌کړو اسانتیاوو برابرولو لپاره یې هڅې روانې او ډېر ژر به یې پایلې له ولس سره شریکې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام