فرهاد دریا افغانستان کې د نجونو ښوونځیو پرانېستو لپاره کمپاین پیل کړی

یوه نوموتي افغان سندرغاړي فرهاد دریا له هغه وروسته چې افغانستان کې له شپږم ټولګي د پورته نجونو د ښوونځیو تړل کېدو ۴۰۰ ورځې تېرې شوې، د دغو ښوونځیو د پرانېستو لپاره کمپاین پیل کړ.
هغه وايي، د کمپاین موخه یې افغانستان کې د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانېستل کېدل او د دې لپاره غږ اوچتول دي.

هېواد کې د هدفي وژنو د زیاتوالي په اړه د خلکو اندېښنې

که څه هم د ا.ا سرپرست حکومت هېواد کې د بشپړ امنیت ډاډ ورکوي، خو په دې وروستیو کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د هدفي وژنو پېښې زیاتې شوې دي. د یادو هدفي وژنو د پېښو زیاتېدو په لړ کې پرون چهارشنبه د لړم څلورمه د دوو جلا پېښو پرمهال د ناپېژنده کسانو له لوري ننګرهار او بلخ کې یو سوداګر او زوی یې او یو ډاکټر وژل شوي دي.

ریچارډ بنټ: افغانستان د ښځو او نجونو لپاره تر ټولو بد هېواد دی

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي رپوټر ریچارډ بنټ هېواد څخه تر ستنېدو وروسته خپل لومړنی رپوټ بېګاه شپه د ملګروملتونو سازمان عمومي غونډې ته وړاندې کړ. د رپوټ پر بنسټ، د اسلامي امارت ځواکونو پنجشېر کې جنګي بندیان په ناقانوني توګه وژلي دي.

 لوګر کې د یوې مېرمنې جسد موندل شوی

 د لوګر د امنیې قومنداني مسوولان وایي چې پرون چهارشنبه د محمداغې ولسوالي په «دهنو» سیمه کې د یوې مېرمنې جسد موندل شوی چې په مرموز ډول وژل شوې ده.

د لوګر د امنیې قومنداني ویاند احمدالله انس سلام وطندار ته ویلي، دغه مېرمن د ناپېژنده کسانو له لوري په مرموز ډول وژل شوې او تراوسه یې د قتل په تور څوک نه دي نیول شوي.

کاناډا د ۲۰۲۳ تر پایه د ۴۰۰۰۰ افغانانو شمېر پوره کوي

د کاناډا چارواکي وایي چې نن سهار د افغانانو یوه بله جوپه دغه هېواد ته ور رسېدلې ده.

د دغه هېواد د کډوالو چارو وزیر سین فرازر پر ټویټر لیکلي چې نن هم د افغانانو یوه جوپه په دوو چارټر الوتکو کې ور رسېدلې او په دې سره یې ټولټال شمېر له ۲۳۵۰۰ کسانو واوښت.