د کاناډا چارواکي وایي چې نن سهار د افغانانو یوه بله جوپه دغه هېواد ته ور رسېدلې ده.
د دغه هېواد د کډوالو چارو وزیر سین فرازر پر ټویټر لیکلي چې نن هم د افغانانو یوه جوپه په دوو چارټر الوتکو کې ور رسېدلې او په دې سره یې ټولټال شمېر له ۲۳۵۰۰ کسانو واوښت.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه ویلي چې دې لړۍ ته به دوام ورکړي او د ۲۰۲۳ کال تر پایه به یې شمېر ۴۰۰۰۰ ته ورسوي.
کاناډا په ۲۰۲۱ کې د پخواني اسلامي جمهوریت له سقوط او د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته اعلان وکړ چې ۴۰۰۰۰ افغانان به ومني.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې د بشري حقونو او ښځو برخې فعالان، خبریالان، لږکي، افغانستان کې د کاناډا همکاران او همجنس بازان شاملېږي.