پاکستان کې د افغان خبریالانو اعتراض؛ «نړیواله ټولنه دې زموږ برخلیک روښانه کړي»

په پاکستان کې سلګونو مېشتو افغان خبریالانو پرون ماښام دوی ته د نړیوالې ټولنې او د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو د نه پاملرنې په غبرګون کې اعتراض وکړ.
دغو خبریالانو نیوکه وکړه چې نړیوالې ټولنې له دوی سره پر کړیو ژمنو عمل نه‌دی کړی او له څه باندې یو کال راهیسې یې لا هم بې‌برخلیکه پريښي دي.

د «رسنیو د ازادۍ نړیوال اېتلاف» د افغانستان غړیتوب لغوه کړ

لنډ او کاناډا په ګډه د رسنیو د ازادۍ نړیوال اېتلاف د رییسانو په توګه له دغه اېتلاف څخه د افغانستان غړیتوب له‌منځه یووړ.

دغو دوو هېوادونو ویلي چې د یاد اېتلاف له ټولو غړیو سره په مشورې یې پرېکړه کړې چې افغانستان به له دې وروسته د رسنیو د ازادۍ نړیوال اېتلاف غړی نه وي.

کاناډا د ۲۰۲۳ تر پایه د ۴۰۰۰۰ افغانانو شمېر پوره کوي

د کاناډا چارواکي وایي چې نن سهار د افغانانو یوه بله جوپه دغه هېواد ته ور رسېدلې ده.

د دغه هېواد د کډوالو چارو وزیر سین فرازر پر ټویټر لیکلي چې نن هم د افغانانو یوه جوپه په دوو چارټر الوتکو کې ور رسېدلې او په دې سره یې ټولټال شمېر له ۲۳۵۰۰ کسانو واوښت.

کاناډا دغه هېواد ته د څه باندې ۱۰زرو ایراني چارواکو پر ورتګ بندیز ولګاوه

د کاناډا حکومت وايي چې دغه هېواد ته یې د سپاه‌‌پاسداران د غړیو په ګډون، د څه باندې ۱۰زرو ایراني چارواکو پر ورتګ بندیز لګولی او په وینا یې، تر دې وروسته به یادو کسانو ته اجازه ور نه کړي چې کاناډا ته دننه شي.

کاناډا د متحده عربي اماراتو په کمپونو کې پاتې ۱۰۰۰ افغانان ومنل

رویټرز خبري اژانس په کاناډا کې د سرچینو له قوله لیکلي چې دغه هېواد هغه نږدې ۱۰۰۰ افغانان منلي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د متحده عربي اماراتو کمپونو ته لېږدول شوي وو. اوس نږدې پنځه زره افغانان د متحده عربي اماراتو د کډوالو په کمپونو کې پاتې دي.