Asset 1SWN

د «رسنیو د ازادۍ نړیوال اېتلاف» د افغانستان غړیتوب لغوه کړ

02be0000-0aff-0242-6074-08da2cfd6c5d_w1080_h608_s

هالنډ او کاناډا په ګډه د رسنیو د ازادۍ نړیوال اېتلاف (MFC) د رییسانو په توګه له دغه اېتلاف څخه د افغانستان غړیتوب له‌منځه یووړ.

دغو دوو هېوادونو ویلي چې د یاد اېتلاف له ټولو غړیو سره په مشورې یې پرېکړه کړې چې افغانستان به له دې وروسته د رسنیو د ازادۍ نړیوال اېتلاف غړی نه وي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د رسنیو د ازادۍ نړیوال اېتلاف په یوې ویناپاڼه کې افغانستان کې د اوسنیو رسنیو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې دغه هېواد د رسنیو وضعیت له بده مرغه د نړیوالو ژمنو خلاف دی.

د دغه اېتلاف په ویناپاڼه کې راغلي چې د رسنیو د ازادۍ نړیوال اېتلاف غړي هېوادونه نړیوالو ژمنو ته پابند او درناوی لري او له دغو ژمنو د سرغړونې په صورت کې د ټولو غړیو هېوادونو له لوري مسوول ګڼل کېږي.

دا په داسې مهال دی چې څه موده وړاندې افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي و چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره یې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۰۰ پېښې ثبت کړي دي.

په تېر یوه کال کې پر رسنیو د لګول شویو محدودیتونو له کبله ګڼ‌شمېر رسنۍ له فعالیته لوېدلي او هغه چې فعالې دي، فعالیتونه د پام وړ راکم شوي دي.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان د ورکړل شویو معلوماتو له مخې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې افغانستان کې د څه باندې ۲۱۹ چاپي، غږیزو او تصویري رسنیو فعالیتونه درېدلي دي.

بل‌خوا هېواد کې اطلاعاتو ته د خبریالانو او رسنیو لاسرسی محدود شوی او د یو‌شمېر حکومتي بنسټونو  ویاندویان هغه شان چې باید همکاري وکړي، له رسنیو سره ناهمکاره دي.

د دغه سازمان د شمېرو له مخې، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وړاندې دغه هېواد کې ۵۴۷ رسنیو فعالیت درلود، خو اوس یوازې ۳۲۸ رسنۍ فعالې دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې افغانستان په ۱۳۹۸ کال کې د رسنیو د ازادۍ نړیوال اېتلاف غړیتوب ترلاسه کړی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام