د ناروې په اوسلو غونډه کې د افغان ښځو په استازیتوب یوې افغان مېرمنې هدا خموش وینا وکړه او افغانستان کې یې د ښځو پر کار، زده‌کړو او سیاسي ګډون ټينګار وکړ.

که څه هم په دغه غونډه کې د خموش له لوري د افغان معترضو ښځو غوښتنې د غونډې ګډون‌والو ته وړاندې شوې او  له نړیوالې ټولنې غوښتنه وشوه چې په دې برخه کې همکاري وکړي، خو کابل کې یوشمېر ښځې اوسلو غونډه کې بیان شوي وړاندیزونه کافي نه بولي.

کابل کې معترضه مېرمن عارفه فاطمي سلام‌وطندار ته وايي چې د هدا خموش له لوري په بیان شويو وړاندیزونو کې د هغو افغان معترضو مېرمنو غوښتنې نه وې ذکر شوې چې له څو میاشتو راهیسې یې کابل کې د اسلامي امارت د پرېکړو پر وړاندې کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

فاطمي زیاتوي چې په دغه ناسته کې د افغان معترضو مېرمنو د استازې وینا باید له شرط پرته د کار او زده‌کړو حقونو ورکړه او په سیاسي برخه کې د ښځو پر ګډون راڅرخېدای.

نوموړې که څه هم د اوسلو په ناسته کې د خموش له لوري بیان شوي وړاندیزونه مني، خو وايي، هغه غوښتنې چې باید د اسلامي امارت له چارواکو غوښتتل شوې وای، د هغه په وینا، نه دي وړاندیز شوي.

په همدې حال کې د افغان معترضو مېرمنو په استازیتوب د اوسلو ناسته کې د هدا خموش وینا، په ټولنیزو رسنیو کې د ښځو حقونو د ګڼ‌شمېر ملاتړ کوونکو له هرکلي سره مخ شوې ده.

د ښځو حقونو فعاله زرقا یفتلي د هدا خموش له لوري له اسلامي امارت څخه شوې غوښتنې کافي بولي او وايي چې نړیواله ټولنه باید د دغو غوښتنو په عملي کولو کې خپلې هڅې وکړي.

نوموړې همداراز وايي، د اوسلو غونډې جوړېدو مسوولیت نړیوالې ټولنې درلود او نړۍ باید افغانستان کې روان ناورین ته پام وکړي او هغه محرومیت او محدودیت چې د ښځو پر وړاندې لګول شوی، د لرې کولو په برخه کې یې جدي اقدامات وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوسلو ناسته تېره ورځ په ناروې کې پیل شوې ده چې د افغان معترضو ښځو په استازیتوب په‌کې هدا خموش وینا وکړه.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نیول شویو افغان ښځو ازادول، د نجونو ښوونځيو پرانیسته، په ټولنه کې د ښځو لپاره د مساوي حقونو ورکړه، د اسلامي امارت له کړنو د څارنې په موخه د ملګرو ملتونو له لوري د باصلاحیته شورا جوړول او د هېواد روان ناروین د هواري لپاره د ټولو سیاسي اړخونو هوکړه، هغه وړاندیزونه وو چې هدا خموش په دغه غونډه کې وړاندې کړل.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام