Asset 1SWN

سلام وطندار

۲۰۲۱؛ افغان مېرمنې او خبریالان له ګڼو ننګونو سره مخ وو

دې ته په پام چې له کلونو راهیسې ښځې او خبریالان له ډېرو ستونزو او ننګوونو سره مخ وو، خو د کار، زده کړو او تحصیل حق یې درلود. په تېر میلادي کال د پخواني حکومت په چوکاټ کې د هېواد ښځو، په سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او فرهنګي برخو کې رول درلود، خو په افغانستان کې د اسلامي امارت په راتلو سره ډېرو ټولنیزو فعالیتونو کې یې ونډه کمه شوه.

د ښځو حقونو دوه تنه فعالانې زرقا یفتلي او هدا خموش په دې اړه وایي: “له بده مرغه ۲۰۲۱ کال د افغان ښځو لپاره په تېرو شلو کلونو کې تر ټولو بد کال و. په ۲۰۲۱ کال کې افغان میرمنو ټول هغه لاسته راوړنې او حقونه له لاسه ورکړل چې په تېرو دوو لسیزو کې یې د زحمت او قربانۍ له لارې ترلاسه کړي وو، له نن څخه څلور میاشتې وړاندې ښځو خپلو ټولو حقونو ته لاسرسی درلود، په سیاسي اقتصادي او نورو ټولو برخو کې مو ونډه درلوده. د اسلامي امارت په راتګ سره زمونږ ټولې لاسته راوړنې له لاسه ووتلې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په داسې حال کې چې دې وروستیو کلونو کې افغانستان د بیان ازادۍ له نظره د سیمې په کچه تر ټولو غوره موقعیت کې وو، خو ۲۰۲۱ کال کې رسنۍ هم د هېواد د وروستیو تحولاتو له امله متاثره شوې.

خبریالان او د رسنیو فعالان هم خپلو دوو لسیزو لاسته راوړنو ته اشارې وايي، ۲۰۲۱ کال کې هغه محدودیتونه چې پر خبریالانو او رسنیو وضعه شول دغه راز، د رسینو او خبریالانو د ملاتړ قوانین تر پښو لاندې شول چې دا هر څه د دې لامل شو چې رسنۍ او خبریالان له ګڼو اوسختو ستونزو سره مخ شي.

د افغانستان د ژورنالستانو ملي اتحادیې د رسنیو مسوول مسرور لطفي او د رسنیو ملاتړي جاوید فرهاد وايي: “۲۰۲۱ کال له ننګونو ډک کال و حتا ویلی شو د افغانستان د رسنیو ټولنې ته یو بد کال وو. په دې کال کې پر اقتصادي ستونزو سربېره افغان رسنۍ هم اغېزمنې شوې. له ۱۵۰ زیاتې رسنۍ د تحولاتو له امله وتړل شوې. له ۷۰ سلنې زیات هغه خبریالان چې کار یې کاول بې‌کاره شول.”

 “۲۰۲۱ په افغانستان کې د ژورنالیزم او اطلاعاتو په برخه کې تر ټولو بد کال و. اوس مهال په افغانستان کې د رسنیو کار په ټولیزه توګه له جدي ستونزو لکه ګواښونو سره مخ دی، په حقیقت کې سانسور او داسې نورې قضیې چې ننګونکي دي.”

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د تېر میلادي کال په ترڅ کې په هېواد کې ۹ خبریالان وژل شوي، تر سلو زیاتې رسنۍ له فعالیته لوېدلي او همداراز سلګونه د خبریالانو او د ښځو د حقونو ملاتړي هم له هېواده بهر شوي دي.

دغه کال کې ښځو د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره اعتراضي لاریونونه هم ترسره کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام