د بې‌پولې خبریالانو ټولنې د افغانستان د رسنیو په اړه په یوې خپره کړې سروې کې ویلي، له هغه راهیسې چې اسلامي امارت پر دغه هېواد واکمن شوی نږدې ۲۳۱ رسنۍ تړل شوي او شاوخوا ۶۴۰۰ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

په سروې کې همداراز راغلي چې په دغه موده کې د نارینه‌ خبریالانو په پرتله ښځې تر ډېره اغېزمنې شوې دي. د شوې سروې پر بنسټ، د روان کال د زمري میاشتې له ۲۴ نېټې راپدېخوا ۸۴٪ سلنه ښځينه خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. دغه شمېرې د اسلامي امارت له راتګ وړاندې د فعالو رسنیو او د زمري له ۲۴ نېټې وروسته د رسنیو له پرتله کولو وروسته په لاس راغلې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سروې پر بنسټ د اسلامي امارت له راتګ وړاندې د افغانستان په بېلابېلو رسنیو کې ۱۰۷۹۰ کسان پر رسنیزو فعالیتونو بوخت وو چې له ډلې یې ۸۲۹۰ نارینه او ۲۴۹۰ یې ښځینه خبریالانې او یا هم د رسنیو کارکوونکې وې چې د لړم له ۲۴ د لیندۍ تر ۱۷ مې پورې د شوې سروې له مخې ۴۳۶۰ کسان چې ۳۹۵۰ یې نارینه او ۴۱۰ یې ښځې دي، په رسنیو کې کار کوي.

دا په دې معنې چې د رسنیو د هرو ۵ ښځينه خبریالانو او کارکوونکو له ډلې یې یوه په رسنیو کې دنده لري چې ۸۴٪ سلنه کېږي. د سروې له مخې، د رسنیو له ۳۹۵۰ نارینه کارکوونکو څخه چې اوس په رسنیو کې کار کوي، د تېر په پرتله یې ۵۱٪ دندې له لاسه ورکوي چې په هر دوو کسانو کې یوه یې دنده له لاسه ورکړې ده.

دغه سروې چې د افغانستان د ازادو خبریالانو او د بې‌پولې خبریالانو ټولنې له لوري په ګډه ترسره شوې په پراخه توګه د رسنیو د بدلون په اړه پکې لیکل شوي چې د اسلامي امارت له راتګ وړاندې په دغه هېواد کې شاوخوا  ۵۴۳ رسنیو فعالیت درلود چې د روان کال د لیندۍ میاشتې په لومړیو کې دغه شمېرې ۳۱۲ ته راښکته شوي چې په ټوله کې ۴۳٪ سلنه رسنۍ له خپل فعالیت څخه لوېدلي دي.

بل‌خوا په دغې سروې کې راغلي چې په ولایتونو کې هم د ښځينه خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو په شمېر کې د پام وړ بدلون راغلی او ګڼ‌شمېر خبریالانو خپلې دندې پرېښې دي. د بې‌پولې خبریالانو د شوې سروې پر بنسټ، د افغانستان په ۱۵ولایتونو کې هېڅ ښځينه خبریاله نشته، خو دغې سروې کې یادونه شوې چې په وروستیو دوو میاشتو کې یو‌شمېر ښځینه خبریالانې او د رسنیو کارکوونکې بېرته خپلو دندو ته ستنې شوې دي.

سروې کې ویل شوي چې افغانستان د رسنیو د ازادۍ له پلوه د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې ۱۲۲ ځای خپل کړی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو په اړه د بې‌پولې خبریالانو او د افغانستان د ازادو خبریالانو د ټولنې دغه سروې داسې مهال خپرېږي چې اسلامي امارت له دې وړاندې پر رسنیو ځينې محدودیتونه لګولي او په یوشمېر ولایتونو کې یې په رسنیو کې د ښځو پر غږ او د خپرونې پر وړاندې کولو هم بندیز لګولی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام