د بې‌پولې خبریالانو سازمان په خپل کلني راپور کې ويلي چې افغانستان په ۲۰۲۱ کال کې د خبريالانو لپاره تر ټولو خونړی دويم هېواد و. دغه سازمان ویلي، افغانستان له مکسیکو وروسته د خبریالانو لپاره خونړی هېواد بلل شوی چې په مکسیکو کې اووه او په افغانستان کې شپږ خبریالان وژل شوي دي.

دغه راز یمن او هند کې څلور خبریالان وژل شوي چې په دې سره دغه هېوادونه په دریم ځای کې راغلي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د راپور له مخې په ۲۰۲۱ کال کې په ټوله نړۍ کې ۴۶ خبریالان وژل شوي چې په ۲۰ کلونو کې د وژل شویو خبریالانو تر ټولو کمه شمېره ده. خو د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو نیول او زنداني کېدل چې شمېر یې ۴۸۸ قضیو ته رسېږي، تر ټولو لوړ ارقام ښیي چې د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی ښیي.

تېر کال د بې پولې‌خبریالانو سازمان ویلي و چې افغانستان د خبریالانو لپاره د نړۍ د پنځو خونړیو هېوادونو په کتار کې و او پنځه خبریالان پکې وژل شوي وو.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت واکمنېدو سره د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي چې په تېرو درېوو میاشتو کې لسګونه خبریالان له هېواده وتلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام