درملتونونو او د درملو واردونکو شرکتونو ته د روغتیا وزارت خبرداری

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو معین عبدالباري عمر نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال خبرداری ورکړی، د درملو واردونکي شرکتونه او هغه درملتونونه به وتړل شي چې فعالیتونه یې له طبي معیارونو سره په ټکر کې وي. د روغتیا وزارت چارواکي وايي چې بې‌کیفیته درمل د دغه وزارت د بدنامۍ لامل کېږي.

افغانستان په ۲۰۲۱ کال کې د خبریالانو لپاره دویم خونړی هېواد بلل شوی

د بې‌پولې خبریالانو سازمان په خپل کلني راپور کې ويلي چې افغانستان په ۲۰۲۱ کال کې د خبريالانو لپاره تر ټولو خونړی دويم هېواد و. دغه سازمان ویلي، افغانستان له مکسیکو وروسته د خبریالانو لپاره خونړی هېواد بلل شوی چې په مکسیکو کې اووه او په افغانستان کې شپږ خبریالان وژل شوي دي.

امریکا د افغانستان په جګړه کې د ناکامیو د څېړنې لپاره کمېسیون جوړوي

پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، پرون د امریکا متحده ایالاتو ګانګرېس د داسې یوه کمېسیون جوړېدو ته رایه ورکړه چې په افغانستان کې د امریکا د شل کلنې جګړې د ناکامیو په اړه څېړنې وکړي. دا کمېسیون د امریکا د ۷۶۸ میلیارد دفاعي‌ بودیجې یوه برخه ده چې د هغه هېواد د سنا مجلس له خوا د ۸۹ مثبتو رایو سره تایید شوه.