پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، پرون د امریکا متحده ایالاتو ګانګرېس د داسې یوه کمېسیون جوړېدو ته رایه ورکړه چې په افغانستان کې د امریکا د شل کلنې جګړې د ناکامیو په اړه څېړنې وکړي.

د فرانسي خبري اژانس د راپور له مخې، دا کمېسیون د امریکا د ۷۶۸ میلیارد دفاعي‌ بودیجې یوه برخه ده چې د هغه هېواد د سنا مجلس له خوا د ۸۹ مثبتو رایو سره تایید شوه. دغه کمېسیون چې ټاکل شوې د امریکا د ولسمشر له توشیح وروسته جوړ شي، د دغه هېواد د دوو یعنې دموکرات او جمهوري غوښتونکو لویو ګوندونو په ګډون ۱۶ غړي ولري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د فرانسې د خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د دغه کمېسیون غړو ته یو کلن ضرب العجل ورکړل شوی، څو د متحده ایالاتو د ماتېدو لامل په اړه خپل لومړنۍ راپور د یوه کال او وروستۍ راپور د درېوو کلونو په شاوخوا کې وړاندې کړي.

دا کمېسیون دنده لري چې د افغانستان د جګړې په اړه هر اړخیزه ارزونه وکړي او د جګړې په اړه چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه وه، یو بشپړ جاج اخلي او د راتلونکو عملیاتو لپاره به له دغې جګړې، د اخیستل شویو تکتیکي او ستراتیژیکو درسونو سپارښتنې وړاندې کوي.

کمېسیون به همدارنګه د پخواني ولسمشر جورج  بوش له‌خوا د جګړې د پیل او له ۲۰۰۱ کال مخکې د افغانستان په تړاو د امریکا د پالیسۍ په اړه هم څېړنې وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په افغانستان کې د امریکا نږدې شل کلنه جګړه د تېرې اګست میاشتې په پای کې له دې هېواده د ټولو امریکایي او ناټو ځواکونو په وتلو سره پای ته ورسېده او اسلامي امارت بېرته په افغانستان کې واکمن شول.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام