Asset 1SWN

غزني کې د یوه خصوصي پوهنتون د رییس مړی موندل شوی

داکتر معراج ( فرد کشته شده )

د سلطان محمود غزنوي خصوصي پوهنتون رییس معراج وقار چې څه موده وړاندې ناپېژنده کسانو له غزني ښار څخه تښتولی و، پرون ماښام یې مړی د یاد ولایت ده‌یک ولسوالي کې موندل شوی دی.

د معراج خپلوان او همکاران وايي چې نوموړی دوه میاشتې وړاندې ناپېژنده وسله‌والو له خپل کور څخه ځان سره بېولی و چې پرون یې د ده‌یک ولسوالي د لغبات سیمې په یوه ګارېز کې مړی پیدا شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ امر او مرستیال مولوي منصور د یاد خبر د تایید ترڅنګ وايي چې تراوسه د پېښې په اړه کره معلومات نه لري او په دې اړه یې څېړنې پیل کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې نږدې دوه میاشتې وړاندې د غزني پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي رییس اصف هاشمي هم ناپېژنډه وسله‌والو له غزني ښار څخه تښتولی چې د برخلیک په اړه یې معلومات نشته.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام