کندهار کې د هغه ماشوم مړی موندل شوی چې ۲۸ ورځې مخکې ورک شوی و

د کندهار د امنیې قومانداني ویاند اسدالله جمشېد سلام‌وطندار ته وویل، د مزمل‌احمد خان په نوم یو ماشوم چې د کندهار ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند د صالون‌ خان چمن اوسېدونکی و او څه موده مخکې ورک شوی و، پرون یې مړی د کور مخې ته تر پل‌چک لاندې پیدا شوی دی.

غزني کې د یوه شپږ کلن ماشوم مړی موندل شوی

د غزني امنیتي مسوولان په دغه ولایت کې د یوه شپږ کلن ماشوم د مړي موندل کېدو خبر ورکوي.
د غزني د امنیې قومانداني ویاند خالد سرحدي سلام‌وطندار ته ویلي چې د یکشنبې په ورځ یې د غزني ښار د «سلطان‌محمود غزنوي» ښارګوټي په یوه انګړ کې د یوه شپږ کلن ماشوم مړی موندلی دی.

د زابلي ماشوم د ژغورنې د عملیاتو پای؛ څاه څخه یې مړی راواېستل شو

باختر خبري اژانس ویلي چې عملیاتي ځواکونو او روغتیايي ډله بریالۍ شوې چې زابل کې یوې څاه ته لوېدلی ماشوم راوباسي، خو د دې اژانس په وینا، یاد ماشوم د تنفسي ستونزو له امله ساه ورکړې ده.

په زابل کې د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شرافت وايي، یاد ماشوم په څاه کې دننه ساه ورکړې وه.