Asset 1SWN

د غزني «سردې» بند کې یو ځوان اوبو ډوب کړی او مړی شوی

CKiTbksWcAAZDgA

د غزني امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د لامبو وهلو پر مهال یو ځوان اوبو ډوب کړی او مړ شوی دی.

د یاد ولایت د امنیتي مسوولانو په وینا، د اندړ ولسوالي «سردې» بند کې د عبدالحی په نوم ځوان پرون پنج‌شنبه د غويي اوومه د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یاد ځوان جسد نن جمعه له غرمې مخکې د ا.ا ځواکونو او د سیمې خلکو په مرسته له اوبو رااېستل شوی دی.

دغه ځوان داسې مهال د سردې بند کې اوبو ډوب کړی چې له دې وړاندې هم یاد بند کې د لامبو وهلو پر مهال ځینې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د غزني سردې بند د یاد ولایت په اندړ ولسوالي کې موقعیت لري چې د اختر او نورو ورځو پر مهال ګڼ‌شمېر خلک د تفریحې لپاره ورځي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام