د میدان وردګ روغتیايي مسوولان وايي چې په وروستیو څو میاشتو کې د دې ولایت په مرکز او نورو سیمو کې ۴۰ کسان سپیو داړلي دي.
د میدان وردګ ښاروالي د دې ولایت له عامې روغتیا ریاست سره په همغږۍ په ټول میدان ښار کې وروسته له هغې چې لېونیو سپیو ۴۰ کسان وداړل، د لېونیو سپیو د لمنځه وړنې سراسرې کمپاین پیل کړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په دغه کمپاین کې د لېونیو او داړونکو سپیانو د لمنځه وړنې په موخه د ځانګړې طبي تګلارې په مرسته له زهري غوښې څخه ګټه اخیستل کېږي.
د میدان وردګ د ولایتي روغتون د مسوولانو د معلوماتو پر بنسټ، په دې وروستیو کې شاوخوا ۴۰ کسان لېونیو سپیو داړلي دي.
د میدان ښار، ښاروالي دې دې ولایت له ټولو اوسېدونکو څخه غوښتنه وکړه چې په دغه کمپاین کې ورسره مرسته وکړي او د لونیو سپیو د موندنې په اړه یادې ادارې ته خبر ورکړي.
دا په داسې مهال ده چې څه موده وړاندې په پکتیا ولایت کې هم سپیو یوشمېر زیات کسان داړلي وو. د یاد ولایت د روغتیايي چارواکو په وینا، د پکتیا ولایت روغتونو کې څه باندې ۲۰۰ کسانو په یوې میاشت کې ورته مراجعه کړې چې سپیو داړلي وو.