د زابل په مرکز کلات ښار کې د «تورې بند» رغنیزې چارې نن پنج‌شنبه د تلي ۲۱مه د اوبو او انرژۍ وزارت او یو‌شمېر نورو چارواکو له لوري په رسمي توګه پیل شوې.

دغه بند چې د رغونې چارې به یې د ملي پراختیا شرکت له لوري پرمخ وړل کېږي، د ۱۸ میاشتو په موده کې به د ۹۷میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولان وايي، د دغه بند په جوړېدو سره به زابل کې ۶۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي او ۲.۹ میلیونه متر مکعب اوبه به زېرمه کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال مجیب‌الرحمن عمر د یادې پروژو په اړه جوړې شوې غونډې ته په وینا کې ویلي، یاد وزارت په پام کې لري، څو په هېواد کې د اوبو مدیریت لپاره کوچني بندونه جوړ کړي او د اوبو سرچینو په سمه توګه مدیریت شي.

نوموړي وویل: «د تورې بند ۲۵ متره جګوالی، ۷۰ متره عرض لري چې په جوړیدو سره به یې  ۶۰۰ هکټاره کرنیره ځکه  خړوبه شي، دغه بند به ۲.۹ میلیونه متره مکعب اوبه ذخیره کړي او زرګونه کورنۍ به په مستقیم او غیرمستقیم ډول ګټه ورڅخه واخلي او د دې تر څنګ به  د ۱۰۰ کیلو واټه برښنا د تولید ظرفیت هم ولري.»

د زابل د والي مرستیال سلیمان‌‌اغا بهیر د تورې بند پر جوړېدو خوښي څرګنده کړې او د ملي پراختیا شرکت له مسوولانو یې غوښتنه وکړه چې د یاد بند کیفیت ته پام وکړي.

 نوموړي د اوبو او انرژۍ له وزیر څخه غوښتنه وکړه چې د زابل د «خرني او تازي» بندونو د جوړولو او د ترنک رود د مهارولو په برخه کې هم همکاري وکړي، څو د زابل د اوسېدونکو اقتصادي وضعیت حالت کې مثبت بدلون راشي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې په سوېلي ولایتونو کې د وروستیو کلونو د وچکالۍ له امله د هلمند د کجکي بند اوبه کمې شوي چې د یادو ولایتونو اوسېدونکي یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام