کندوز کې په پنځه میلیونه افغانیو یو «پُل» بیاورغول شو

د کندوز د ټولګټو ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت په «قلعه‌ذال» ولسوالي کې په پنځه میلیونه افغانیو یو ویجاړ شوی پُل بېرته ورغاوه.

دغه پُل چې د یادې ولسوالي دوه پراخې سیمې «د ولسوالي مرکز او اق‌تپه» سره نښلوي، د یاد ریاست په بودیجې بیارغول شوی دی.

بدخشان کې د خلکو په شخصي لګښت ۱۸کیلومټره سړک بیارغول کېږي

د بدخشان د کوهستان ولسوالي اوسېدونکي وايي، د یفتل‌بالا او کوهستان ولسوالیو ترمنځ د نښلېدونکي ۱۸ کیلومټره سړک د بیارغونې چارې یې پیل کړي دي.

دغه سړک چې «دربندک» سیمه کې جوړېږي، ۷۰۰زره افغانۍ لګښت پرې راځي چې د سیمې د خلکو له لوري ورکول کېږي.

بدخشان کې د خلکو په مالي ملاتړ د یوه سړک د رغولو چارې پیل شوې

د بدخشان دراغستان ولسوالي اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت دغه ولسوالي کې د دوه میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د رغولو چارې پیل کړي دي.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د اطلاعاتو امر حکمت‌الله محمدي سلام‌وطندار ته ویلي، دغه سړک چې د یادې ولسوالي «بېکادر» سیمې څخه «بازار زیرکي» ته غځېدلی او ۱۵ کیلومټره اوږدوالی لري، د سیمو د خلکو په شخصي لګښت جوړېږي.

زابل کې د «تورې بند» د جوړېدو چارې پیل شوې

د زابل په مرکز کلات ښار کې د «تورې بند» رغنیزې چارې نن په رسمي توګه پیل شوې. دغه بند چې د رغونې چارې به یې د ملي پراختیا شرکت له لوري پرمخ وړل کېږي، د ۱۸ میاشتو په موده کې به د ۹۷میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شي.

لغمان کې د ۳۱میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسونې پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د ملګروملتونو د ملاتړ صندوق یا یونېسف د ولایتي ادارې په همکاري د لغمان مهترلام ښار «سلطان غازي بابا، مومن‌اباد او سنګر مېنې» سیمو د ۳۱ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسونې یوه لمریزه شبکه فعاله او د دوه نورو د رغونې چارې یې پیل کړې.

تاجکستان په خپله خاوره کې د چین د پوځي اډې جوړېدل رد کړل

د تاجکستان «خاور» خبري اژانس رپوټ ورکړی چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د تاجکستان په خاوره کې د چین له لوري د پوځي اډې جوړول رد کړي او ویلي یې دي چې د دغه شان پوځي اډې جوړېدل په پلان کې نه لري. وړاندې ویل شوي وو چې چین غواړي د تاجکستان په خاوره کې د یوې پوځي اډې ټول لګښت ورکړي.

مالیې وزارت په «لګښتونو کې د سپما» غوښتنه کړې

هغه مکتوب چې سلام‌وطندار ترلاسه کړی، ښکاري چې د روان مالي کال ملي بودجه له کسر سره مخ ده او احتمال شته چې دغه کسر زیات شي. دغه مکتوب چې د روانې میاشتې په ۱۶مه نېټه د مالیې وزارت د سرپرست محمد‌خالد پاینده له لوري لاسلیک او د خزاینو عمومي ریاست او ټولو بودجوي ادارو ته لېږدول شوي، پکې راغلي چې ټول بودجوي واحدونه دې د دولت عادي او پراختیايي لګښتونو کې « سپما» وکړي.