هغه مکتوب چې سلام‌وطندار ترلاسه کړی، ښکاري چې د روان مالي کال ملي بودجه له کسر سره مخ ده او احتمال شته چې دغه کسر زیات شي. دغه مکتوب چې د روانې میاشتې په ۱۶مه نېټه د مالیې وزارت د سرپرست محمد‌خالد پاینده له لوري لاسلیک او د خزاینو عمومي ریاست او ټولو بودجوي ادارو ته لېږدول شوي، پکې راغلي چې ټول بودجوي واحدونه دې د دولت عادي او پراختیايي لګښتونو کې « سپما» وکړي.

د مکتوب پربنسټ د هېواد په کچه د امنیتي او روغتیایي برخو کې د لګښتونو ډېروالی او د نړیوالو مرستو او کورنیو عوایدو د کچې راټېټېدل، د دې لامل شوي چې ملي بودجه له کسر سره مخ شي.

د سلام‌‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې په دغه مکتوب کې ټينګار شوی چې د ملکي او نظامي ادارو د کارکوونکو د معاشونو او حقوقو د ورکړې او د نورو ادارو د اړینو لګښتونو او په بودجه کې د کسر ډېروالي د مخنیوی په موخه، ټولې بودجوي ادارې باید په خپلو عادي او پراختیایي بودجې په لګښت کې «سپما» وکړي.

په ورته مهال ماليې وزارت په دغه مکتوب کې هغو برخو ته هم اشاره کړې چې بودجوي ادارې یې باید د لګښت په برخه کې سپما ته پام وکړي.

په مکتوب کې راغلي، د قراردادي او ان‌ټي‌اې ((NTA تازه کارکوونکو له ګومارنې ډډه کول، هغو کارکوونکو ته چې د سوپر‌سکېل معاشونه، دوه چنده او دې ته ورته نور معاشونه لري، د اضافه کارۍ نه ورکړه. ( د مرکزي او ولایتي ادارو کنټرولوونکي هم چې لوړ معاشونه لري، اضافه کاري باید ورنه کړل شي)، کورني او بهرني غیرې ضروري سفرونه (په ځانګړو شرایطو کې په لیکلي بڼه د بهرنیو چارو وزارت هوکړه اړینه بلل شوې)، د اشتهاراتو، تبلیغاتو، د مجلو، جنتري، د چاپ او نشر په لګښتونو کې سپما، د کورنیو پوهنتونونو د لکښتونو او همداراز د بې‌ځایه ورکشاپونو او سیمنارونو په برخه کې د لګښت کمول، د مکافاتو نه ورکړه، مرستې، ډالۍ او د موبل او وسایطو پېر هغه برخه دي چې بودجوي ادارې یې باید په لګښتونو کې سپما وکړي.

په ورته مهال د مالیې وزارت په دغه مکتوب کې ټينګار کوي چې په هېواد کې وروستۍ امنیتي پېښې، کورونا ویرووس او وچکالي د کورني عواید د راټولو پر بهیر منفي اغېزه کړې او ورسره په امنیتي برخه کې د لګښتونو ډېروالی د دې لامل شوی چې حکومت په مالي او اقتصادي برخه کې تر څېړنو وروسته، د ۱۴کال په منځنۍ وړاندیز شوې مالي مسوده کې  پراخ او اړین بدلونونه راولي.



د مالیې وزارت ویاند رفیع تابع ټينګار کوي چې له بودجوي واحدونو څخه په لګښتونو کې د سپما غوښتنه شوې، خو د حکومت ټول اساسي خدمتونه به د روغتیا، پوهنې، د پېژندپاڼو او پاسپورټ وېش، د ملکي خدمتونو د معاشونو ورکړه او نور اساسي خدمتونه به په عادي توګه روان وي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ولسمشر محمداشرف غني په یوې ناسته کې د مالیې وزارت له مسوولانو سره د پوهنې په برخه کې د سمون راوستنه، د بودجې د لګښت په برخه کې بیا کتنه او اړین پام او د کال د منځنۍ بودجې په اړه پر چمتوالي خبرې اترې وکړې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له پربنسټ په دغه ناسته کې ولسمشر ټينګار وکړ چې وزارتونه د نړیوالې ټولنې د څلور میلیارډو مرستې څخه په ګټې اخیستنې سره باید د قراردادونو او نورو برخو کې اړین  ظرفیتونه او روڼتیا رامنځ ته کړي.

 د ۱۴۰۰کال مالي بودجه ۴۷۳میلیارډه افغانۍ ښودل شوې چې ۳۱۱میلیارډه افغانۍ یې عادي او ۱۶۱ میلیارډه یې پراختیایي بودجه ټاکل شوې ده.

په سند کې د ۱۴۰۰کال مالي کې ملي بودجه کې د سږکال بودجې کسر ۳۷ میلیارډه افغانۍ وړاندوینه شوې چې د دولت له ذخیزه شویو پیسو او د پور نړیوال صندوق له لوري تامینیږي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام