د ۱۴۰۲ مالي کال بودیجه د دوو میاشتو په تېرېدو لا هم نه‌ده توشېح شوې

که څه هم د ۱۴۰۲ مالي کال له پیل څخه څه باندې دوه میاشتې تېرې شوي، خو د مالیې وزارت مسوولان وايي، هیله لري چې راتلونکې اوونۍ د دغه کال د بودیجې سند توشېح شي.
د مالیې وزارت مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي، د روان کال د بودیجې سند به په روانه اوونۍ کې د اسلامي امارت د چارواکو له‌خوا تصویب او د مشرتابه له لوري توشېح شي.

مالیې وزارت په «لګښتونو کې د سپما» غوښتنه کړې

هغه مکتوب چې سلام‌وطندار ترلاسه کړی، ښکاري چې د روان مالي کال ملي بودجه له کسر سره مخ ده او احتمال شته چې دغه کسر زیات شي. دغه مکتوب چې د روانې میاشتې په ۱۶مه نېټه د مالیې وزارت د سرپرست محمد‌خالد پاینده له لوري لاسلیک او د خزاینو عمومي ریاست او ټولو بودجوي ادارو ته لېږدول شوي، پکې راغلي چې ټول بودجوي واحدونه دې د دولت عادي او پراختیايي لګښتونو کې « سپما» وکړي.