Asset 1SWN

د ۱۴۰۲ مالي کال بودیجه د دوو میاشتو په تېرېدو لا هم نه‌ده توشېح شوې

د-مالیې-وزارت

که څه هم د ۱۴۰۲ مالي کال له پیل څخه څه باندې دوه میاشتې تېرې شوي، خو د مالیې وزارت مسوولان وايي، هیله لري چې راتلونکې اوونۍ د دغه کال د بودیجې سند توشېح شي.

د مالیې وزارت مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي، د روان کال د بودیجې سند به په روانه اوونۍ کې د اسلامي امارت د چارواکو له‌خوا تصویب او د مشرتابه له لوري توشېح شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه وزارت ویاند احمدولي حقمل په دغه وزارت کې نویو ګمارنو ته په اشارې وايي، تمه ده چې له دغو ګومارنو سره به د مالیې وزارت چارې ښې پر مخ ولاړې شي او د روان کال د بودیجې سند به په روانه اوونۍ کې توشېح شي.

په ورته وخت کي د اقتصادي چارو شنونکی لعل‌ ځاځی وايي، د بودیجې سند نه توشېح کېدل په ټولنه کې د وزګارتیا او بې‌وزلۍ کچې د لوړېدو لامل کېږي. د نوموړي په وینا، که بودیجه تصویب او بیا توشېح نه‌شي، پر خلکو، دولت او خصوصي سکټور ناوړه اغېزې پرېباسي؛ ځکه په وینا یې، ټولې حکومتي او د خصوصي سکټور اړوند چارې ټکنۍ کېږي.

د اقتصادي چارو شنونکې امنه هاشمي هم وايي چې د بودیجې سند په تصویبولو کې ځنډ به د پرمختیايي او عادي پروژو د ځنډېدو لامل شي او د دولت پر لګښتونو او عوایدو به هم منفي اغېزې وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د مالیې وزارت داسې مهال په روانه اوونۍ کې د بودیجې سند د توشېح کېدو څخه خبر ورکوي چې د اسلامي امارت مشر پرون د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مخکینی مرستیال محمدناصر اخوند د دغه وزارت د سرپرست، د اوبو او انرژۍ وزارت مخکینی مرستیال عبدالقاهر ادریس د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو د مرستیال او حاجي عبدالقدیر احمد هم د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه ټاکلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام