د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې د بودیجې کمښت، په افغانستان کې د دې بنسټ د مرستو رسولو بهیر د درولو لپاره ستر ګواښ دی او ښايي دا لړۍ ټکنۍ او له پښو وغورځوي.

د خوړو نړیوال پروګرام پرون په یوه ټویټر پیغام کې لیکلي چې د افغانستان د ټول نفوس له نیمايي برخې څخه «۲۳ میلیونه کسان» بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه بنسټ ټينګار کړی چې په هر ډول شرایطو کې به افغانستان کې اړمنو کورنیو ته خپلې مرستې رسوي؛ خو د بودیجې کمښت کولای شي، د دغه بهیر دوام ته کواښ وي.

د اسلامي امارت په راتګ سره هېواد کې بشري وضعیت خورا خراب شوی او له نیمايي ډېر افغانان کافي خوړو ته لاسرسی نه لري.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نړیوالو بنسټونو په وار وار افغانستان کې د یوه انساني ناورین د پېښېدو خبرداری ورکړی او د یاد ناورین د مخنیوي لپاره د بېړنیو مرستو غوښتنه یې کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام