د ناروې د کډوالو شورا په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د مالي مرسته کوونکو هېوادونو له لوري پر افغانستان د اقتصادي بندیزونو لګول، د مرستندویه  بنسټونو له لوري د مرستو بهیر ټکنی کړی او میلیونونه کسان د مرستو له ترلاسه کولو څخه محروم شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، که چېرته امریکا او نور مالي ملاتړ کوونکي د بانکونو له لارې د بشردوستانه مرستو د لېږد بهیر په اړه کوټلي ګامونه پورته نه‌کړي او د افغانستان بانک د مهمو فعالیتونو څخه ملاتړ و نه‌‌شي، میلیونونو افغانانو ته به لاسرسی ستونزمن شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ناروې د کډوالو شورا رییس یان اګلانډ خبرداری ورکړی چې افغانستان کې د نغدو پیسو نه حلېدونکی ناورین به اوسنی وضعیت نړۍ کې په یوې انساني فاجعې بدل کړي.

دغې شورا ټينګار کړی په داسې حال کې چې افغانستان کې بشري وضعیت د خرابوالي لور ته روان دی او په دغه هېواد کې ټولنیز خدمتونه د له منځه‌ تلو له ګواښ سره مخ دي، مرستندویه بنسټونه د افغانستان د مالي کانالونو د تړل‌کېدو له امله نه‌شي، کولای چې د مرستو او ژغورنې عملیات پلي کړي.

د دغې شورا په وینا، د بشردوستانه مرستو په برخه کې د اړتیاوو برابرولو لپاره باید مرستندویه بنسټونو ته د مالي مرستو د لېږد بهیر کې اسانتیاوې برابره شي، ځکه دوی نه‌شي کولای چې له خپلو بانکي حسابونو څخه پیسې ترلاسه کړي. په همدې حال کې محلي بانکونه د سقوط په درشل کې دي او بازارونه د نغدو پیسو له کمښت سره مخ دي.

د ناروې د کډوالو شورا ویلي، په تېرو شپږو میاشتو کې د بشردوستانه مرستو لپاره په وار وار د مالي مرستو ترلاسه کولو او پیسو راېستلو په برخه کې له ستونزو سره مخ شوي دي. د دغې شورا په خبره، که چېرته د نغدو پیسو د چلښت په برخه کې د افغانستان بانک له فعالیتونو ملاتړ و نه‌شي، افغانانو ته به یې پایلې ښې نه وي.

د ناروې کډوالو شورا ټينګار کړی چې د امریکا او اروپايي ټولنې له لوري اقتصادي بندیزونه به مرستندویه بنسټونه د دیوالي‌کېدو له ګواښ سره مخ کړي چې له امله به یې د میلیونونو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغې شورا له مالي مرسته کوونکو هېوادونو غوښتي چې نه یوازې بانکونو ته د پیسو لېږد څخه دې ملاتړ وشي، بلکې د مرستندویه بنسټونو بانکي حسابونو ته د پیسو له لېږد وروسته دې، د پیسو راېستلو برخه کې هم اسانتیاوې برابرې کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام