ملګرو ملتونو د امنیت شورا ناسته کې په روان ۲۰۲۲کال کې د افغانانو لپاره د لېږد تعامل چوکاټ یا «TEF» د جوړېدو اعلان وکړ.

د لېږد تعامل چوکاټ یا اډانه هغه پراخه او منظمه تګلاره ده چې د افغانانو د ژغورنې، د اړینو خدمتونو او د ټولنیز نظام د ساتنې له لارې د افغانستان اوسېدونکو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د کار همغږي تضمینوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه پراخه تګلاره به ملګرو ملتونو سره مرسته وکړي، څو ډاډ ترلاسه کړي چې افغانان کولای شي، خپلې بنسټیزې انساني اړتیاوې برابرولی شي.

د افغانستان لپاره په بشردوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو همغږی کوونکی ډاکټر رامېز الکباروف وايي، میلیونونه کسان د ژمي په میاشتو کې له سخت کړاو څخه زورېږي او له افغانانو څخه د خپل ملاتړ لپاره له نړیوالې ټولنې مننه کوو.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پرېکړې پربنسټ، د دغه چوکاټ د پلي کولو لپاره نږدې اته میلیارډه ډالرو ته اړتیا ده. په دغو اتو میلیارډه ډالرو کې هغه ۴.۴۴ میلیارډه ډالر هم شامل دي چې له دې وړاندې د روان کال جنورۍ میاشتې په ۱۱ نېټه د بشردوستانه غبرګون پلان له لارې غوښتل شوي وو.

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه غبرګون پلان له څه باندې ۲۲ میلیونه افغانانو سره د مرستې په موخه جوړ شوی، خو ملګري ملتونه د ټولنیز نظام، د بنسټونو جوړولو، د حیاتي ظرفیت ساتنې د خدمتونو وړاندې کولو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د اقتصادي او ټولنیزو اړتیاوو د ملاتړ لپاره ۳.۶ میلیارډ ډالرو ته اړتیا لري.

په همدې حال کې اروپايي ټولنې په تازه‌ګۍ سره د افغانانو د لومړنیو انساني اړتیاوو د برابرولو لپاره ۲۶۸میلیونه یورو مرسته اعلان کړې.

په ورته مهال له افغانستان سره د نورو مهمو مرستو په لړ کې امریکا له افغانستان سره ۳۰۸میلیونه ډالره مرسته کړې او بریټانیې، المان، اسټرالیا، ایټالیې، کاناډا، جاپان، ډنمارک، سوېډن، ناروې، هالنډ، سوېلي کوریا او یوشمېر نورو هېوادونو هم د مرستو ټټر وهلی.

بل‌خوا له افغانستان سره د اسیا پراختیايي بانک ۴۰۵ میلیونه ډالر بلاعوضه مرسته او همداراز د اړینو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د نړیوال بانک د ۲۸۰میلیونو ډالرو لېږد هم د یادولو دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د خبرپاڼې پربنسټ، دغه سازمان او ملګري یې د امنیت شورا د ۲۶۱۵پرېکړه‌لیک له مخې چې د ۲۰۲۱کال په ډسمبر میاشت کې تصویب شوی، د افغانانو د بشردوستانه اړتیاوو د پوره کولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام