د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي چې دوی له نورو هېوادونو سره د اړیکو یو  نوی باب پرانېستی دی. نوموړي دغه څرګندونې نن کابل کې د یاد وزارت د کلني راپور وړاندې کولو پرمهال وکړې.

د متقي په وینا، دا مهال هېواد کې د نورو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو ۲۱ استازولۍ فعالې دي او همداراز په نورو هېوادونو کې بیا د افغانستان ۳۵ سفارتونه او کونسلګرۍ فعالیت لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

متقي دې ناسته کې زیاته کړه چې دوی اوس له ګڼ‌شمېر هېوادونو سره رسمي اړیکې لري. نوموړي وویل چې د افغانستان په تړاو د سیمې او نړۍ د ځینو هېوادونو ناستو کې د دوی ګډون او  د ځینو هېوادونو له لوري د ا.ا د سیاسي استازیو منل، د خپل رسمي تعامل بېلګې بولي.

نوموړي وویل: «دا واقعیت دی چې تراوسه هېڅ هېواد هم د افغانستان نوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو دا هم واقعیت دی چې په تېر کال کې مو له نورو هېوادونو سره کوم تعامل درلود، بشپړ رسمي و.»

د بشري حقونو رعایت، د ټول‌ګډونه حکومت جوړول او له ترهګرۍ سره مبارز د نړیوالې ټولنې له مهمو وړاندې شویو شرطونو څخه دي چې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندو لپاره یې مطرح کړي دي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د افغانستان د اوسني حکومت په رسمیت پېژندو لپاره دغه وړاندې شرطونه د قناعت وړ نه بولي. هغه وویل، د اسلامي امارت سرپرست حکومت ټولو دغو مواردو ته ژمن دی.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په دې اړه د نړیوالې ټولنې دغه استدلال چې د اسلامي امارت حکومت ټول‌‌ګډونه نه‌دی د حیرانتیا وړ بولي او ټینګار کوي چې دا ټوله نړۍ کې د کوم هېواد لپاره د رسمیت پېژندو معیار نه دی.

د نوموړي په وینا، نړۍ کې شخصي، کورني او کودتايي حکومتونه شته، خو چا ورته د رسمیت پېژندنې لپاره د ټول‌ګډونه حکومت شرط نه دی وړاندې کړی.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

دا داسې مهال دی چې تر دې وړاندې یوشمېر هېوادونو او سازمانونو د اسلامي امارت سرپرست حکومت سره تعامل څخه موخه، د افغانستان وضعیت ته لاسرسی بللی و.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام