طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند محمد نسیم حقاني وایي، غزني، میدان‌وردګ، خوست، پکتیا، پکتیکا، لوګر او زابل ولایتونو کې د وروستیو بارانونو له امله راوتلو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

محمدنسیم حقاني زیاتوي چې لا یې هم زیانمنو شویو سیمو کې د سروې ډلې کار کوي، خو په وینا یې چې د لومړنیو شمېرو له مخې، د اوسېدو ګڼ‌ کورونه، کروندې او باغونه له‌منځه تللي او فصلونو ته یې زیانونه رسېدلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې هېواد کې له سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي.

بل‌خوا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح‌الدین مستعین سلام‌وطندار ته ویلي چې بارانونو او سېلابونو د پکتیکا درېوو، د غزني څلورو، د میدان‌وردګ درېوو، د لوګر درېوو او د پکتیا او زابل څلورـ څلور ولسوالیو کې خلکو ته درانه مالي زیان اړولي دي.

مصباح‌الدین مستعین زیاته کړې چې په سېلاب ځپلو سیمو کې د باغونو بیارغولو او د کانالونو او ویالو پاکولو په برخه کې هڅې کوي.

په همدې حال کې د لوګر د کرنې ریاست مسوولان وایي چې پرون مرکز پل‌علم، څرخ، خروار، خوښۍ او محمداغې ولسوالیو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو له امله شاوخوا ۷۰۰ جریبه کرنیز فصلونه او ځمکې تخریب شوي دي. غزني کې بیا بارانونو او سېلابونو د مالي زیانونو ترڅنګ دوه ماشومان مړه او درې نور ژوبل کړي دي.

د غزني د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس عمر حقاني وویل، بارانونو او سېلابونو بېلابېلو ولسوالیو کې د کروندګرو سلګونه جریبه ځمکه له منځه وړې او سلګونه څاروي هم تلف شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې ګیلان کې ۵۰۰ کورنۍ او مقُر کې شاوخوا ۷۰۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي. همداراز د هغه په وینا، په اب‌بند کې هم سېلابونو ۶۰۰ کورنۍ زیانمنې کړې دي.

په ورته مهال د پروان د شیخ‌علي ولسوال قاري ذبېح‌الله ترابي هم وايي، دغې ولسوالي کې د سېلابونو راوتو له امله یو کس مړ شوی او له سلو ډېر حیوانات تلف شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د هوا پېژندنې ادارې د وړاندوینې پربنسټ، به نن هم د هېواد لسو ولایتونو کې بارانونه او سېلابونه دوام ولري. د یادونې ده چې د څو اونۍ وړاندې بارانونو او سېلابونو هم بېلابېلو ولایتونو کې ګڼ شمېر کروندګرو ته درانه زیانونه اړولي وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام