د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حبیب‌الله مجاهد سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه ولایت کې د وروستیو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې په پایله کې یې دوه کسان مړه او درې ټپیان شوي دي.

د مجاهد په وینا، پرون مازدیګر د یاد ولایت د رشیدانو، جغتو، واغظ، اب‌بند، ګېلان، زنه‌خان، مقُر او اندړ ولسوالیو کې سخت باران شوی چې له امله یې سېلابونه راوتلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ د رییس په وینا، په رشیدانو ولسوالي کې دوه ماشومان سیند وړي او اب‌بند ولسوالي کې بیا د سېلابونو له کبله درې کسان ټپیان شوي دي.

په ورته مهال مسوولان زیاتوي چې د سېلابونو د راوتلو له امله په سلګونه جرېبه ځمکې ویجاړې شوي او یو‌شمېر څاروي هم له منځه تللي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل‌خوا پرون د هېواد په یو‌شمېر نورو ولایتونو کې هم سخت بارانونه او ږلۍ شوي چې خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام