پېښو ته د رسېدو وزارت: نړیواله ټولنه دې له سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند محمد نسیم حقاني وایي، غزني، میدان‌وردګ، خوست، پکتیا، پکتیکا، لوګر او زابل ولایتونو کې د وروستیو بارانونو له امله راوتلو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي. طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې هېواد کې له سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي.

کابل کې د «اختر بازار او کورنیو تولیداتو» په نوم نندارتون پرانستل شو

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنایعو او کانونو، د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونو ترڅنګ، د «صیام بزنس» بنسټ او یو‌شمېر نورو بنسټونو له لوري نن کابل کې د «اختر بازار او کورنیو تولیداتو» په نوم درې ورځنۍ نندارتون پرانستل شو.

م.م: زلزله کې اغېزمنې شوې ۲۰زره افغان مېرمنې بېړنیو روغتیايي مرستو ته اړتیا لري

 د ملګرو‌ملتونو د نفوسو صندوق ویلي، په خوست او پکتیکا کې شوې زلزلې د اومېندوارۍ په شرایطو برابرې نږدې ۲۰۰۰۰ مېرمنې او لږ تر لږه ۲۰۰۰ مېرمنې چې د اومېندوارۍ په وروستیو میاشتو کې دي، سختې اغېزمنې کړې دي. د نفوسو صندوق اجرايي مدیرې ناتالیا کانم ویلي، د هغو کورنیو ترڅنګ ولاړ دي چې په وروستۍ زلزله کې زیانمن شوي دي.