د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنایعو او کانونو، د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونو ترڅنګ، د «صیام بزنس» بنسټ او یو‌شمېر نورو بنسټونو له لوري نن کابل کې د «اختر بازار او کورنیو تولیداتو» په نوم درې ورځنۍ نندارتون پرانستل شو.

دغه نندارتون چې په انټرکانټیننټال هوټل کې جوړ شوی، په‌کې خوراکي، غیرخوراکي او تزییني توکي نندارې ته کېښودل شوي چې موخه یې د کورنیو تولیداتو له ودې او خصوصي سکټور حخه ملاتړ ښودل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یو‌شمېر سوداګرې ښځې د دغه نندارتون له جوړېدو خوښي څرګندوي او وايي چې د ورته نندارتونونو جوړېدو سره به نندارې ته د وړاندې کولو لپاره به یې د تولیداتو او محصولاتو لپاره فرصتونه برابر شي.

سوداګره او د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې غړې زرلښت کاملي سلام‌وطندار ته وویل: «دا چې نن دوی ښځو ته اجازه ورکړه، څو خپل محصولات او زحمتونه نندارې ته وړاندې کړي او نندارتون جوړ کړي، دا د درناوي او د خوشحالۍ ځای دی.»

یوه بله سوداګره خجسته روان چې په دغه نندارتون کې یې ګډون کړی وایي، له کور څخه د باندې د ښځو پر فعالیتونو محدودیت ته په کتو، د دا شان نندارتونونو جوړول، هیله‌بښوونکې بریا ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال سوداګر نعمت‌الله ستانکزی له اسلامي امارت غواړي چې په راتلونکې کې هم ورته نندارتونونه جوړ کړي. د نوموړي په وینا، نندارې ته د محصولاتو وړاندې کول به د افغانستان کورنیو تولیداتو ته وده ورکړي.

د یادونې وړ ده چې واک ته د اسلامي امارت تر بیارسېدو سره دا لومړی ځل دی چې ښځې په کابل کې داسې نندارتون جوړوي. دغه نندارتون کې د ګډون یو شرط د کورنیو تولیداتو نندارې ته  کېښودل په ګوته شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام